ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان له روى دواب ولسوالۍ ١٥٠٠ کورنۍ کډه شوې دي

د سمنګان له روى دواب ولسوالۍ ١٥٠٠ کورنۍ کډه شوې دي

author avatar
17 May 2017 - 15:00
د سمنګان له روى دواب ولسوالۍ ١٥٠٠ کورنۍ کډه شوې دي
author avatar
17 May 2017 - 15:00

ايبک (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د سمنګان د روى دواب ولسوالۍ له مرکزي سيمو د احتمالي جګړې له وېرې شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې او د مرستې غوښتنه کوي.

د راپورونو له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو د روانې غويي مياشتې په ٢٢مه د يادې ولسوالۍ مرکز کلابند کړ، خو يوه ورځ وروسته يې د بغلان له ولايت سره د دې ولسوالۍ پر پوله پرتو سيمو ته شا تګ وکړ.

د روى دواب ولسوال خال محمد حقجو نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر ياد بريد وروسته د ولسوالۍ د مرکز اړوند کليو شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ له دې وېرې چې بيا جګړه رامنځته نه شي، خپل کورونه پرېيښي دي.

هغه وايي چې له يادو کورنيو څخه يو شمېر د دې ولسوالۍ امنو سيمو، ځينې د ولايت مرکز ايبک ښار او ځينې هم د بلخ ولايت ته تللي او هلته د خپلوانو او يا هم په کرايي کورونو کې اوسي.

دغه راز ده وويل چې ځينې مالدارې کورنۍ په ياده ولسوالۍ کې د امنو سيمو دښتو ته تللې او هلته په خېمو کې ژوند کوي.

ولسوال وايي چې په پنځو کليو کې هېڅوک هم نه دي پاتې او اوس هم د ولسوالۍ له ځينو مرکزي سيمو څخه د خلکو د کډو لړۍ روانه ده.

د سمنګانو د ولايتي شورا غړی او د روى دواب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی قاضي نقيب الله هم وايي چې له دې ولسوالۍ ډېرې کورنۍ کډه شوې دي.

د ده په وينا، شاوخوا دوه سوه بېځايه شوي کسان د ولايتي شورا دفتر ته ورغلي وو او د مرستې غوښتنه يې کوله.

نقيب الله وايي چې ياد کډوال يې د دغه ولايت د کډالو چارو امريت ته ور پېژندلي څو له هغوى سره اړينې مرستې وکړي.

د يادې ولسوالۍ د پاى تنګي کلي اوسېدونکي ٣٥ کلن عجب نور پژواک ته وويل، څو ورځې مخکې چې کله د دولت وسله وال مخالفينو د ولسوالۍ مرکز کلابند کړ، دوى د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښودل او ايبک ښار ته راغلل.

 هغه وايي، دا مهال د ده او شپږ نورې کورنۍ د ايبک ښار په کارته خراسان سيمه کې په يوه کور کې اوسي.

ده وويل چې د کور د اړتيا وړ توکي يې له ځان سره نه دي راوړي، او اوس يې ځيني اړين توکي په ايبک کې د خپلوانو له کورونو راوړي او يو څه خوراکي توکي يې پېرلي دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.