ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په قراردادونو کې ١،٧ ميليارده افغانۍ سپما شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په قراردادونو کې ١،٧ ميليارده افغانۍ سپما شوې

author avatar
17 May 2017 - 17:30
د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په قراردادونو کې ١،٧ ميليارده افغانۍ سپما شوې
author avatar
17 May 2017 - 17:30

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د کليو د بیارغونې او پراختيا وزير، په ياد وزارت کې د فساد پر وړاندې له بريالۍ مبارزې خبر ورکړى او وايي چې د قراردادونو په برخه کې له يو ميليارد او اووه سوه ميليونه زياتې افغانۍ سپما شوې ده.

د کليو د پراختيا وزير  نصيراحمد دراني په کابل کې نن د يوې خبري ناستې پر مهال د ياد وزارت د "اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کلني پروګرام" په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل، په وروستي يوه کال کې د برېښنايي سيستم د پراختيا، د اجرايي لړۍ اسانه کول، د پېرېدونکو لپاره د يوه واحد مرکز رامنځته کول، عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد قضيو لېږل، خلکو، رسنيو او مدني ټولنې ته ځواب ويل او د اطلاعاتو بانک رامنځته کول، د ستونزو د څېړنو په موخه ولايتونو ته د وزارت د مشرتابه پلاوي سفرونه، له پروژو بياکتنه او د څارنيز ټېم پياوړتيا ټول هغه موارد دي چې په اړه يې ګامونه پورته شوي او په کې د فساد مخنيوى شوى دى.

دراني زياته کړه: "له نېکه مرغه د قراردادونو د لاسليک په برخه کې ستر بدلونونه تر سترګو شوي دي.

په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ١٥٢ پروژو په بېلابېلو قراردادونو کې د دولت بوديجې ته له يو ميليارد او اووه سوه ميليونه زياتې افغانۍ سپما شوې دي."

د کليو د پراختيا وزير په وينا، د يادو پروژو ټول لګښت له اته ميليارده او دوه سوه ميليون افغانيو زيات وو. خو له کره څېړنو وروسته رښتينې بيه شپږ ميليارده او پنځه سوه ميليونه افغانۍ شوې دي.

دراني پر دې سربېره وويل، په وروستي يوه کال کې د ياد وزارت يو شمېر همکار بنسټونه د ملي پيوستون پروګرام کې د کم کاري او ناغېړۍ له امله ٤٦ ميليونه افغانۍ جريمه شوي دي.

د کليو د پراختيا وزير په داسې حال کې په ياد وزارت کې د فساد د کمښت په اړه خبره کوي چې د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل يوه وروستي راپور کې چې د تېر کال په سلواغې مياشت کې خپور شو، افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له پرمختګ خبر ورکړى، خو ويلي يې دي چې په دې اړه بايد لا ډېر ګامونه پورته شي.

د ياد راپور پر بنسټ، افغانستان د ١٧٦ څېړل شوو هېوادونو له جملې ١٦٩ مقام ترلاسه کړى او دغه راز د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېر فساد په کې شتون لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.