شبرغان (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو او داعش ډلې په دغه ولايت کې ١٣ ملکي وګړي تښتولي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې ١٣ کسان د اقچې ولسوالۍ په قره بوين او چکش کلي کې د ترياکو د شيري په ټولولو بوخت وو چې ٩ کسان يې د طالبانو له لوري نا څرګند لور ته تښتول شوي دي.
هغه په ډاګه کړه چې تر اوسه پورې د يادو کسانو برخليک نه دى څرګند شوى.
د قوش تپې ولسوال امين الله وايي چې د قاري حکمت د ډلې کسانو چې د داعش لپاره کار کوي، د ولسوالۍ د ليلې دښتې کلي درې اوسېدونکي چې ټول ملکي وګړي دي، له ځان سره وړي او تر اوسه يې د تښتونې لامل نه دى څرګند شوى.
د قوش تپې د ولسوال په خبره، په قاري حکمت پورې تړلي کسان تر خپل واک لاندې ساحو کې هر څوک تښتولى شي او په خپله خوښه جزا ورکوي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشرهم پژواک ته وويل چې داعش ډلې پورې اړونده کسانو تېره شپه يو کروندګر د يادې ولسوالۍ له تاش کلي نه تښتولى دى.
هغه وويل چې د دغه کروندګر د برخليک په اړه لا هم معلومات نشته.
ياد شوي ١٣ کسان په تېرو دوو ورځو کې تښتول شوي دي.
د قوش تپې ولسوال زياته کړه: ((د قاري حکمت کسان د روانې اوونۍ په اوږدو کې هم يو کروندګر له ځان سره بیولی و، خو ورځې يې خپل زندان کې ساتلى او وروسته يې سر ترې پرې کړى او جسد يې د تاش جواز کلي يوه ګوښه کې غورځولى و.))
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه کسان د طالبانو له لوري نه دي نيول شوي، له شک پرته چې په قضيه کې نا مسوول وسله وال ښکېل دي.
هغه زياته کړه: ((طالبان له ملکي وګړو سره سروکار نه لري، څنګه چې مو اورېدلي وو، دغه کسان د کوکنارو د نېش وهلو لپاره اقچې ولسوالۍ ته راغلي وو، موږ د قضيې په اړه له خپل سيمه ييز قوماندان سره خبرې کړې، دوى ټول له دې موضوع نا خبره دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن