ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې د ماين چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپيسا کې د ماين چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 May 2017 - 20:32
کاپيسا کې د ماين چاودنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 May 2017 - 20:32

چاريکار (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله، دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ځوانان ټپيان شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان محمد رزاق يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه پرون مازيګر د نجراب په احمد بېک تپه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د پېښې ټپيان او وژل شوي کسان د يادې سيمې اوسېدونکي دي او ماين هغه مهال چاودنه کړې، چې ماشومان له دغې سيمې تېرېدل، خو معلومه نه ده چې ماين تازه ځاى پر ځاى شوى او که له پخوا پاتې دى.

نوموړي زياته کړه، وژل ماشومان ١٠ او ١٢ کاله عمرونه لري او دوه نور ټپيان د ياد ولايت ده باباعلي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندويه دفتر (يوناما) ويلي، د روان زېږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ماشومانو په مړينه کې  ٢١ سلنه لوړوالى راغلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.