ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان د ننګرهار د شينوارو ښوونځيو په تدريسي چارو کې لاسوهنه کوي”

“طالبان د ننګرهار د شينوارو ښوونځيو په تدريسي چارو کې لاسوهنه کوي”

author avatar
18 May 2017 - 11:26
“طالبان د ننګرهار د شينوارو ښوونځيو په تدريسي چارو کې لاسوهنه کوي”
author avatar
18 May 2017 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ۲٨ غويی ٩۶): د ننګرهار ولايت د غني خېلو او يو شمېر نورو ولسواليو ځيني ښوونکي وايي، وسله وال طالبان يې په تدريسي چارو کې مداخله کوي او ورته يې ګواښ کړی چې د دوی له نظارت پرته به د ازموينو نتايج نه برابروي.

دغه ښوونکي دا هم وايي، طالبانو ورته ويلي، مياشتنۍ تنخوا پسې به بانکونو ته نه ورځي او د معتمد په وسيله به يې په ښوونځيو کې اخلئ.

يو شمېر ښوونکو وويل چې سيمه ييزو طالبانو د ښوونځيو او لېسو ښوونکو ته ګواښنه کړې چې له يوه پلوه به د مياشتنۍ تنخوا د اخيستو پسې بانکونو ته نه ورځي او له بله اړخه یې د ښوونځیو له سرمعلمینو او مدیرانو غوښتي چې د ازموینو نتایج دې د طالبانو له شتون پرته نه جوړوي.

د يادې ولسوالۍ يوه ښوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو میاشتو راهيسې له طالبانو سره په لانجه کې دي.

د هغه په وينا، طالبانو ورته په ښکاره ټکو ويلي چې معاشونه دې د بانک له لارې نه، بلکې د ښوونځي د معتمد په وسیله د وسله والو طالبانو په شتون کې پر ښوونکو ووېشي.

يوه بل ښوونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وویل: ((طالبانو يې واضح دلیل نه دی ویلی، کېدای شي د دوی ځیني ملګري په کې وي چې بانکونو ته لاسرسی نه شي کولای يا بله کومه مسئله ده، خو ویلي یې دي چې بانکونو کې به پیسې نه اخلئ.))

ښوونکي وايي، طالبانو ښايي دا چاره د دې لپاره را مخکې کړې وي چې خپل ملګري په کې ځای کړي، خو دغو ګواښنه زده کوونکي هم له ښوونځیو زړه توري کړي دي.

یو بل ښوونکی د نوم نه خپراوي په شرط وايي چې په دې مسئلې سره طالبان غواړي چې ښوونکي دا ښوونځي پرېږدي او طالبان په کې مقرر کړي او شاګران هم اوس ښوونځیو ته ډېر نه راځي، وېرېږي.

د ننګرهار د غني خېلو او ځینو نورو ولسوالیو ښوونځیو کې طالبانو لا له وړاندې د دريېو مضامینو پر لوستلو بنديز لګولی، ښوونکي وايي دغه امر يې لا له وړاندې پلی کړی دی.

يو ښوونکی وايي چې اوسمهال د دوی په ښوونځيو کې د فرهنګ، حرفه او هنر پر مضامينو بنديز لګېدلی او د تعليم الاسلام په نوم يو مضمون شپږ ساعته تدريسېږي.

د غني خېلو ولسوالۍ د پوهنې مدير تاج محمد، نورې ستونزې زړه نازړه مني، خو وايي د معاش اخیستو په مسله کې طالبانو ګواښلي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((د دغو نورو ستونزو په اړه ما ته معلومات نه دي راکړل شوي؛ خو د معاش موضوع خپله طالبانو ما ته هم ويلې ده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.