د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبان د ننګرهار د شينوارو ښوونځيو په تدريسي چارو کې لاسوهنه کوي"

"طالبان د ننګرهار د شينوارو ښوونځيو په تدريسي چارو کې لاسوهنه کوي"

May 18, 2017 - 11:26

جلال اباد (پژواک، ۲٨ غويی ٩۶): د ننګرهار ولايت د غني خېلو او يو شمېر نورو ولسواليو ځيني ښوونکي وايي، وسله وال طالبان يې په تدريسي چارو کې مداخله کوي او ورته يې ګواښ کړی چې د دوی له نظارت پرته به د ازموينو نتايج نه برابروي.

دغه ښوونکي دا هم وايي، طالبانو ورته ويلي، مياشتنۍ تنخوا پسې به بانکونو ته نه ورځي او د معتمد په وسيله به يې په ښوونځيو کې اخلئ.

يو شمېر ښوونکو وويل چې سيمه ييزو طالبانو د ښوونځيو او لېسو ښوونکو ته ګواښنه کړې چې له يوه پلوه به د مياشتنۍ تنخوا د اخيستو پسې بانکونو ته نه ورځي او له بله اړخه یې د ښوونځیو له سرمعلمینو او مدیرانو غوښتي چې د ازموینو نتایج دې د طالبانو له شتون پرته نه جوړوي.

د يادې ولسوالۍ يوه ښوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو میاشتو راهيسې له طالبانو سره په لانجه کې دي.

د هغه په وينا، طالبانو ورته په ښکاره ټکو ويلي چې معاشونه دې د بانک له لارې نه، بلکې د ښوونځي د معتمد په وسیله د وسله والو طالبانو په شتون کې پر ښوونکو ووېشي.

يوه بل ښوونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وویل: ((طالبانو يې واضح دلیل نه دی ویلی، کېدای شي د دوی ځیني ملګري په کې وي چې بانکونو ته لاسرسی نه شي کولای يا بله کومه مسئله ده، خو ویلي یې دي چې بانکونو کې به پیسې نه اخلئ.))

ښوونکي وايي، طالبانو ښايي دا چاره د دې لپاره را مخکې کړې وي چې خپل ملګري په کې ځای کړي، خو دغو ګواښنه زده کوونکي هم له ښوونځیو زړه توري کړي دي.

یو بل ښوونکی د نوم نه خپراوي په شرط وايي چې په دې مسئلې سره طالبان غواړي چې ښوونکي دا ښوونځي پرېږدي او طالبان په کې مقرر کړي او شاګران هم اوس ښوونځیو ته ډېر نه راځي، وېرېږي.

د ننګرهار د غني خېلو او ځینو نورو ولسوالیو ښوونځیو کې طالبانو لا له وړاندې د دريېو مضامینو پر لوستلو بنديز لګولی، ښوونکي وايي دغه امر يې لا له وړاندې پلی کړی دی.

يو ښوونکی وايي چې اوسمهال د دوی په ښوونځيو کې د فرهنګ، حرفه او هنر پر مضامينو بنديز لګېدلی او د تعليم الاسلام په نوم يو مضمون شپږ ساعته تدريسېږي.

د غني خېلو ولسوالۍ د پوهنې مدير تاج محمد، نورې ستونزې زړه نازړه مني، خو وايي د معاش اخیستو په مسله کې طالبانو ګواښلي دي.

هغه پژواک ته وويل: ((د دغو نورو ستونزو په اړه ما ته معلومات نه دي راکړل شوي؛ خو د معاش موضوع خپله طالبانو ما ته هم ويلې ده.))

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وايي پر ښوونکو بانک ته د تګ بندیز په دې دلیل شوی چې ښوونکو ته زیان ونه رسېږي.

نوموړی وايي: ((ښوونکو ته ویل شوي چې بانکونه د طالبانو هدف دي او کېدای شي ښوونکو ته نقصان ورسېږي؛ ځکه یې ورته ویلي چې تاسې ته باید معتمد معاشونه راوړي. نو اوس موږ د موقت وخت لپاره د معتمد له لارې ښوونکو ته معاشونه لېږو.))

هغه د ښوونځیو په نتایجو کې د لاسوهنې مسئله رد کړه خو د ځینو مضامینو د بدلېدو خبره یې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ومنله.

شينواري وويل: ((د مضامینو د بدلون مسئله یوازې په غني خېلو کې نه ده، بلکې د پچیراګام، شېرزادو او خوږیاڼو کې هم دغه مضامین بند شوي دي او دغه مسئله موږ له مرکز سره شریکه کړې ده.))

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل چې ملګري یې د ښوونکو په نتایجو او تدریسي چارو کې له پخوا راهیسې دخیل دي او دغه چاره یې د شفافیت پر بنا کړې ده.

هغه وايي، طالبان ښوونکي ځکه بانکونو ته نه ور پرېږدي چې معاشونه د معتمد او د دوی د ملګرو په حضور کې مستحقو کسانو ته وسپارل شي، څو خیالي ښوونکي په بانکونو کې د اصلي او مستحقو ښوونکو حق ونه خوري.

تر دې وړاندې پژواک په خوږياڼو، شېرزادو او يو شمېر نورو ولسواليو کې له ښوونځيو د طالبانو د نظارت په تړاو هم راپور درلود چې د پوهنې رياست مسوولينو هم د دې چارې شتوالی منلی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement