ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که حکومت پاملرنه ونه کړي، شمال به په دويمې سوريې بدل شي”

“که حکومت پاملرنه ونه کړي، شمال به په دويمې سوريې بدل شي”

author avatar
18 May 2017 - 20:57
“که حکومت پاملرنه ونه کړي، شمال به په دويمې سوريې بدل شي”
author avatar
18 May 2017 - 20:57

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): پخوانيو جهادي څېرو او سياسيونو د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن پر زياتېدو نيوکه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې په هېواد کې ناامني خپل اوج ته رسېدلې او که چېرې حکومت يادې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي، شمالي ولايتونو به په دويمه سوريه بدل شي.

د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور، چې د بغلان ولايت شورا د پخواني مشر محمد رسول محسني د وژل کېدو د څلورم تلين په غونډه کې په کابل کې د خبرو پر مهال وويل، جګړه د هېواد شمال ته لېږدول شوې او شمال اوسمهال د جګړې په اور کې سوځي؛ چې د دې اور مخه بايد ونيول شي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د شمال خلک د جګړې په اور کې سوځي او خلک د طالب او داعش په نوم قرباني ورکوي، وويل: "داعش له بل ځاى نه دى راغلى، سپين بيرغونه په تور بدل شوي، ښه امکانات ورکړل شوي او جغرافيه يې په واک کې ورکړل شوې، هليکوپټرې نه پوهېږم د امو سيند له هغې خوا، له دې خوا او د ډيورنډ کرښې له هغې خوا راځي او موټرسايکل سپاره اکمالوي."

د بلخ والي وويل: "هېوادونه د داعش د پياوړي کېدو او روزنې لپاره کار کوي او ځينو هېوادونو هم له طالب د ملاتړ پاليسۍ ته مخه کړه، څو د طالب له لارې د داعش مخه ونيسي."

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې جګړه د ګاونډيو او زور لرونکو هېوادونو جګړه ده، خو قرباني يې افغانان ورکوي؛ وويل چې له بده مرغه د ملي يووالي حکومت له دا ډول وژونکي او خطرناکو حالاتو څخه د مخنيوي پروګرام نه لري.

د حراست او ثبات شورا د مشرتابه پلاوي غړي او د پخواني ولسمشر مرستيال محمد يونس قانوني، د هېواد بېلابېلو سيمو په ځانګړي ډول شمال ته د جګړو د ليکو لېږد کورنۍ او بهرنۍ سټراټېژۍ وبللې او ويې ويل، اوسني وضعيت يو ځل بيا ملت له ځانه سره ولکه نيولى دى.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې ترهګري په افغانستان کې يو ستر ګواښ دى، وويل: "په ډېر مرموز ډول سره افغانستان کې د قومي ټکر لپاره پر خلکو پروژه تپل شوې او صادر شوې کلمه تر غوږو کېږي."

نوموړي دغه راز د دې خبرې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې دغه راز ځنځيروي وژنې خپل اوج ته رسېدلې، وويل: "له پرون تر نن راهيسې له موږ په ټاکل شوي ډول څرنګه کدرونه اخيستل کېږي، چې د اوسنيو دسيسو پر وړاندې يې ډېر مهم رول درلودلى شو."

نوموړي زياته کړه، دغه ځنځيري وژنې له احمدشاه مسعود پيل او تر اوسه دوام لري، چې په راتلونکي کې به هم دوام ولري، چې له بده مرغه تر اوسه د دغو مرموزو وژنو په تور هېڅوک هم نه دى نيول شوى.

د افغانستان د حزب  اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال هم د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې د افغانستان روانه جګړه، تپل شوې؛ وويل: "موږ او تاسو بايد يووالى راولو، د خلکو د غوښتنو پر بنسټ يو نظام رامنځته کړو، تېر تېر دى، بايد له سره ژمنه وکړو او د خداى، هېواد او خلکو په اړه خپل مسووليت ادا کړو."

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم وايي، تېر ته د افغانستان د ګرځولو هڅې روانې دي، خو خلک پروګرام او بدلون ته منتظر دي، د جهاد او مقاومت کورنۍ بايد د هېواد د راتلونکي لپاره پروګرامونه ولري.

خو د حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله وويل: "موږ په نظام کې د مسوولينو په توګه دنده لرو، څو داسې يوه فضا مساعده کړو، چې د سترو ملي موخو او ګټو په چوکاټ کې يو منظم صف تنظيم کړو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.