پل علم (پژواک، ٢٩ غويى ٩٦): د لوګر ولايت په محمداغه ولسوالۍ کې پر يو سراچه موټر د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ١١ تنه ووژل شول.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملکي وګړو پر موټر د ماين دغه چاودنه نن غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار سيمې ته څېرمه وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې پنځه ماشومان، پنځه ښځې او يو سړى وژل شوي دي.
دى وايي، دغه ١١ تنه د محمداغې د برګ نومي سيمې اوسېدونکي دي او د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره زرغون ښار ته روان وو چې چاودنه پرې وشوه.
صالح وويل چې د دې کسانو سراچه موټر هم له منځه تللى دى.
هغه دعوه کوي چې دغه ماين د دولت وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى کړى دى، خو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د زرغون ښار اوسېدونکي محمد عزيز هم په ياده چاودنه کې د يوې کورنۍ د ١١ تنو وژل کېدل تاييدوي او وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن