کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۶) : ولسمشر اشرف غني وایي، چې د کابل پروسې مشري به د افغانستان دولت کوي چې له مخې به یې طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د سولې بنسټ او تهداب کېښودل شي.
له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر پرون ماښام د یو شمېر کابل مېشت بهرنيو سفيرانو او کور ډېپلوماتيک غړو سره په ارګ کې وکتل او د «کابل پروسې» په اړه چې ټاکل شوی ده په راتلونکی میاشت کې به د یوه کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي، بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر په دې زیاته کړې، ا به تشریفاتي پروسه نه بلکې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره یو تعهد وي. د کابل پروسې هدف د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یوې واحدې اجماع او توافق ته رسېدل دي.
هغه ویلی، د کابل پروسه یو مهم نوښت دی او د افغانستان دولت به د سیمې د هېوادونو او نړېوالې ټولنې په همکارۍ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا نور عملي ګامونه پورته کوي.
اشرف غنی زیاته کړه چې افغانستان د یوه داسې نااعلان شوي جنګ قرباني دی چې پکې له نادولتي عناصرو څخه استفاده کیږي.
نوموړي ویلي په افغانستان کې دسولې او ثبات تامین د ټولې سیمې په ثبات او امنیت پورې تړلې ده او د کابل پروسه به په افغانستان کې د سولې او ثبات پر تامین راوڅرخيږي چې له ځانه سره به هېواد ته د تلپاتې سولې او امنیت تعهدات ولري.
ولسمشر وویل، ددې پروسې مشري به د افغانستان دولت کوي چې له مخې به یې طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د سولې بنسټ او تهداب کېښودل شي.
هغه همدا راز وویل، افغانستان چې دا مهال د کوم تروریزم سره مخ دی هغه له پخوا څخه ډیر توپیر لري.
محمد اشرف غني د بین الافغاني سولې څخه په یادوونې وويل، له حزب اسلامي سره سوله چې د کلونو شخړه یې پایته ورسوله، ثابته کړه چې سوله ممکنه ده.
ولسمشر سفیرانو او ډپلوماتانو ته په خطاب کې وویل، د سولې دا پروسه بې خطره نه ده او هغه دولت چې دا خطرونه مني د سولې په پروسه کې یو بااعتباره ملګری دی.
هغه زیاته کړه : ((هغه څه چې موږ یې غواړو ترلاسه کړو دومر اسانه نه ده، کېدای شي ځینې ستونزې په مخ کې ولري.))
ولسمشر وویل د تروریزم دغه مرحله ډېره وژونکی، نړېواله او له تاوتريخوالې ډکه ده، نو له همدې کبله ددې تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نړیوال ملاتړ ته ضرورت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن