ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاهد: وسله وال مخالفين د لويو لارو د بندېدو ناکامې هڅې کوي

جاهد: وسله وال مخالفين د لويو لارو د بندېدو ناکامې هڅې کوي

author avatar
19 May 2017 - 13:19
جاهد: وسله وال مخالفين د لويو لارو د بندېدو ناکامې هڅې کوي
author avatar
19 May 2017 - 13:19

محمودراقي(پژواک، ٢٩ غويى ٩٦): د کورنيو چارو وزير وايي، د دولت وسله وال مخالفين غواړي د ځينې هېوادونو په ملاتړ ځينې سيمې ونيسي او لويې لارې وتړي، خو دغې موخې ته نه شي رسېداى.

د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد دغه څرګندونې تېره ورځ کاپيسا ولايت ته د سفر پر مهال د دې ولايت په مرکز کې يوې ناستې ته وکړې.

جاهد چې کاپيسا ته د دغه ولايت د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه تللى و، وويل پاکستان او ځينې نور هېوادونه چې په پټه له "ترهګرو ډلو" ملاتړ کوي، په سيمه کې ځينو بدلونونو او د افغانستان جغرافيايي موقعيت ته په پام غواړي روان کال له يادو ډلو خپل ملاتړ پراخ کړي.

هغه ونه ويل چې وسله وال مخالفين د کومو سيمو د نيولو او د کومو لارو د تړلو لپاره هڅې کوې او نه يې هم له پاکستان پرته د بل کوم هېواد نوم واخيست، خو زياته يې کړه چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د خلکو په ملاتړ د هېواد د دښمنانو د پلانونو شنډولو او د هغوى پر وړاندې د سختې مبارزې لپاره چمتوالى لري.

د کاپيسا والي محمدخالد هاشمي، په ياده ناسته کې غوښتنه وکړه چې پروان کې د پوليسو شمېر ډېر شي، تر څو د دې ولايت له معدنونو ښه ساتنه وشی او نورې امنيتي چارې هم ښې تنظيم شي.

د کورنيو چارو وزير وويل چې په دې ولايت کې به د امنيت د ښه ټينګښت په موخه د پوليسو شمېر ډېر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.