جلال اباد (پژواک، ۲۹ غویی ۹۶) : د ننګرهار چارواکی وایي، چې په بیلا بیلو عملیاتو کې ۲۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ګډو امنيتى ځواکونو دچپرهار ولسواالى په مربوطاتو کى دوسله والو مخالفينو دځپلو اوله منځه وړلو په موخه دسيلاب په نوم عمليات پیل کړيو چې په بریالیتوب سره روان دي.
هغه زیاته کړه، چې په تيرو څلريشت ساعتوکى دهوايي اوځمکنيو بريدونو په ترڅ کى لس داعش وسله وال وژل شوى او دوه نور يي ټپي شوى دى.
مشرقیوال وایي، چې همدغه راز يوشمير سيمى دداعشيانو دشتون څخه پاکى شوى او يوه اندازه بيلا بيل ډول نظامى تجهيزات دامنيتى ځواکونو لاس ته ورغلى.
د امنیه قوماندان ویاند دغه راز وویل چې تيره ورځ داچين ولسوالى دمامند درى اوپيښى په ساحو کى هوايي بريدونه ترسره شوى چى په ترڅ کى اته داعش وسله وال وژل شوى او درې نور يي ټپى شوى دى .
د هغه په وینا، په ترسره شوو بريدونو کې ملکي وګړو او امنيتى منسوبينو ته زيان ندى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن