کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٦): د حزب اسلامي مشر حکمتيار او پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې لپاره پر بين الافغاني تفاهم ټينګار وکړ.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار او د هغه د ډلې غړى شهزاده مسعود د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار او د هغه نور مرکزي غړي نن غرمه د حامد کرزي په کور کې د هغه مېلمانه وو.
هغه زياته کړه چې په دې مېلمستيا کې د افغانستان پر روانو حالاتو، د سولې د هڅو او اهميت په اړه خبرې اترې وشوې.
مسعود وايي چې دواړو مشرانو د افغانانو تر منځ پر يووالي، اتفاق او اتحاد بحث وکړ او ويې ويل چې افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.
د نوموړي په وينا، پخواني ولسمشر او د حزب اسلامي مشر حکمتيار د سولې لپاره پر بين الافغاني تفاهم ټينګار وکړ او ويې ويل چې له طالبانو سره هم بايد له همدې لارې د سولې خبرې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن