ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ، لغمان او زابل کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ، لغمان او زابل کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 May 2017 - 18:10
کندهار ، لغمان او زابل کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 May 2017 - 18:10

کندهار ، مهترلام، کلات (پژواک، ۳۰ غويی ۹۶): چارواکي وايي چې په کندهار ، لغمان او زابل ولايتونو کې د عملياتو پر مهال لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار په معروف او ارغستان ولسواليو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې ۲۰ وسله والو او ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني دغويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د معروف ولسوالۍ په غونډۍ سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه ټپیان دي، دغه راز ۴ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، د پولیسو ټپونه ژور نه وو او د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د ارغستان ولسوالۍ په نرغل سیمه کې هم د وسله والو او پولیسو تر منځ جګړه شوې ده.

درانی وايي، جګړه هغه مهال ونښته چې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د ده په خبره، له برید وروسته جګړې شاوخوا یو ساعت دوام کړی چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي، خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هوا له ګرمېدو سره په کندهار کې د ناامنۍ پیښې ډېرې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

ددې ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د کلات ښار اړونده دسرخکانو په سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د بريالي په نامه يو قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.