کابل (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال وايي، د ګوندي، قومي، ژبنيزو او سمتي تړاونو له مخې پرېکړه کول يو ستر ګواښ دى، چې دا کار پوليس له خپلې اصلي لارې بل خوا ته بيايي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال سرور دانش، کورنيو چارو وزارت کې د څلورو نوو مرستيالانو د معرفۍ په مراسمو کې وويل، اوسنيو شرايطو کې د قوا د تجديد، د ځواکونو له ستړيا د مخنيوي لپاره اړتيا ده، څو بدلونونه رامنځته شي او دغه مسووليتونه تازه کسانو ته وسپارل شي.
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر مرستيال مراد علي مراد، جانان بارکزى د لومړي مرستيال، امين الله کريم د اداري مرستيال او عبدالخليل بختيار د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاند د مبارزې د مرستيال په توګه چې په دې وروستيو کې په دغو بستونو ګومارل شوي؛ نن د ولسمشر د دويم مرستيال له لوري په رسمي توګه معرفي شول.
دانش په دغه ناسته کې، چې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو د مشرتابه پلاوي غړو، د ملي شورا غړو او نورو دولتي چارواکو ګډون درلود، وويل چې پوليس له يوه پلوه د دولت د حاکميت او واک څرګندونه کوي او له بلخوا د ټولنې خدمت کوونکي دي، چې د عمومي نظم ټينګښت، دعدالت ټينګښت او د قانون د حاکميت په برخو کې بنسټيزې دندې پر غاړه لري.
نوموړي د ټولنې امنيت د ټينګښت په برخه کې د پوليسو رول مهم وباله او زياته يې کړه، پوليس بايد داسې تدابير په پام کې ونيسي، چې په کې د هېوادوالو ځان او مال خوندي وي او خلک له خپلو ازاديو او حقونو ګټه پورته کړل شي.
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي، د پوليسو پر غيرسياسي والي او بې پلوۍ د ټينګار ترڅنګ، وويل چې د ګوندي، قومي، ژبنيزو او سمتي تړاونو پر بنسټ پرېکړو ډېرو ستونزې راولاړې کړې، چې پوليس يې له خپلې اصلي لارې ګرځولي، چې د پوليسو ملي او غيرسياسي کول د کورنيو چارو وزارت له لومړيتوبونو شمېرل کېږي.
ولسمشر دويم مرستيال د کورنيو چارو له وزارت وغوښتل، چې د خپل کدري سياست د اصلاح ترڅنګ، فشارونو او واسطو ته تسليم نه شي او د خپلو منسوبينو د ګومارلو پر مهال د وړتيا او قانون معيارونه په پام کې ونيسي.
نوموړي دغه راز وويل، پوليس داسې يو بنسټ دى چې بايد له فساد سره د يوه جرم په توګه مبارزه وکړي او پر دې بنسټ، د بل هر ځاى په پرتله بايد د پوليسو ليکې له فساد پاکې وي.
د ولسمشر دويم مرستيال څرګنده کړه، ځينې وختونه له کورنيو او بهرنيو رسنيو هم اورېدل کېږي، چې ګني د پوليسو رتبې او بستونه د پيسو په مقابل کې پلورل کېږي او کورنيو چارو وزارت کې د چارواکو ګومارنه، ګوښه کول او ترفيع په رڼه توګه نه ترسره کېږي.
دانش وويل: "کورنيو چارو وزرات کې د ټولو پرمختګونو او لاسته راوړنو سربېره، بيا هم اړينه ده چې د لا ډېرو اصلاحاتو رامنځته کولو سربېره پر خپلو نيمګړتياو نيوکې وکړو او راشئ يوه بل ته په لاس ورکولو سره د پوليسو په ليکو کې اصلاحي پروګرام ترسره کړو او دا په ثبوت ورسو، چې د پوليسو په اړه بېلابېلې څرګندونې بې بنسټه دي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن