ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ابراهيمي: حکومت د هېواد د اوسني وضعيت د مديريت توان نه لري

ابراهيمي: حکومت د هېواد د اوسني وضعيت د مديريت توان نه لري

author avatar
22 May 2017 - 16:35
ابراهيمي: حکومت د هېواد د اوسني وضعيت د مديريت توان نه لري
author avatar
22 May 2017 - 16:35

کابل (پژواک، دغبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): ولسي جرګې په هېواد کې د اوسني ناورين د حل لپاره د سياسي ګوندونو او شخصيتونو د اجماع غوښتنه وکړه او ويې ويل چې حکومت د هېواد د اوسني وضعيت د مديريت توان نه لري.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي جعفر مهدوي د جرګې په نننۍ ناسته کې د جزئياتو له ورکړې پرته وويل: ((ځانګړې کړۍ هڅه کوي چې په خپل نفوذ او د امنيتي سکتور د ترلاسه کولو له لارې هېواد کوم بل طرف ته بوځي، وروستۍ مقررۍ هم د امنيتي سکتور د ترلاسه کولو لپاره وې، څو افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو جګړو پر مرکز بدل کړي، ځيني يې په ځينو سيمو کې د داعش د ځاى پر ځاى کولو نقش هم لوبوي.))

هغه زياته کړه: ((څرګنده نه ده چې موږ کومې خوا ته روان يو، ملت له موږ او تاسې نه توقع لري، ولسمشر او د ملي امنيت سلاکار دې د ولسي جرګې يوې ناستې ته را وبلل شي او ځواب دې ورکړي چې لږ تر لږه ملت خو موږ او تاسې محکوم نه کړي.))

د هرات د خلکو استازي منورشاه بهادري د هېواد اوسني وضعيت په اړه د شکايت په کولو سره وويل چې له ولسمشر سره دې د ولسي جرګې فوق القاعده ناسته ترسره شي.

هغه زياته کړه: ((ايا اړينه ده چې د خلکو پر وړاندې خپل رسالت ادا کړو؟ تر کله به جګړه، نا امني او تاوتريخوالى روان وي او موږ به هره ورځ قرباني ورکوو؟))

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي وويل: ((د امنيتي وضعيت د جګړې د پاى ته رسولو يواځېنۍ لاره دا ده چې سياسي ګوندونه، ملي شخصيتونه او ملي شورا له حکومت سره په همکارۍ او تفاهم يوه اجماع جوړه کړي.))

د هغه په خبره، سياسي ګوندونه او ملي شخصيتونه دې په يوه ګډه ناسته کې په داسې کړنلارو سره سلا شي چې اوسنيو شرايطو ته ځواب ووايي؛ ځکه چې په هېواد کې د اوسنيو کړکېچونو (جګړه، وزګارتيا، نا امني، اداري فساد، په نظام دننه اختلافات او د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ) کابو کول د حکومت له حوصلې او توان وتلي دي.

نوموړي په هېواد کې د سياسي ګوندونو او ملي شخصيتونو په يو والي ټينګار وکړ او وويل: ((اجماع يوازېنۍ لاره ده چې بايد عملي شي، پرون هم جهادي مشرانو په يوه ناسته کې د يادې موضوع يادونه وکړه.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.