غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): د غزني ښار په قره باغي سيمه کې ناپېژاندو کسانو د نجونو يو ښوونځى پر ماينونو الوځولى دى.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپيژاندو کسانو په قره باغي سيمه کې د نجونو د البيروني لومړنی ښوونځى پر ماينونو الوځولى دى.
هغه وايي چې دغه ښوونځي په یوه کرايي کور کې فعالیت درلود او ماینونه مخکې له مخکې په کې ځای پر ځای شوي وو خو تېره شپه یې الوځولی دی.
د هغه په وينا، د ښوونځي دروازې او کړکۍ ماتې شوې دي خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د قره باغي سيمې اوسېدونکي علم خان پژواک ته وويل چې د شپې شاوخوا يوه بجه يې په کلي کې درنه چاودنه وشوه.
هغه وايي: ((کله چې سهار له خوبه پاڅېدو نو ګورو چې مکتب پر ماينونو الوځول شوى، دا يو فعال مکتب و، هر چا چې دغه کار کړى، ډېر ظلم يې کړى دى.))
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو وسله والو طالبانو پخوا پژواک ته ويلي وو چې طالبان د ښوونځيو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن