ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د تاريخ تېرو توکو کارونې اندېښنې را ټوکولې دي

په هېواد کې د تاريخ تېرو توکو کارونې اندېښنې را ټوکولې دي

author avatar
22 May 2017 - 17:54
په هېواد کې د تاريخ تېرو توکو کارونې اندېښنې را ټوکولې دي
author avatar
22 May 2017 - 17:54

کابل(پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): افغانستان د يوه مصرف کوونکي هېواد په توګه خپل د اړتيا ډېر توکي له بهره واردوي، خو ليدل کېږي چې د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو پر کشف سربېره هم خلک تاريخ تېرو توکو ته چندان پاملرنه نه کوي.

د توکو د مصرف نېټه چې د پېرونکو د معلوماتو لپاره پر توکو لګول کېږي، په حقيقت کې دا معنى ورکوي چې پېرونکي بايد د استعمال مودې ته پاملرنه وکړي چې د توليدونکي د ادعا له مخې تر کومه وخته تازه او د کارونې وړ دي.

که څه هم د توکو تاريخ تېرېدل د توکو د فاسدېدو او خرابۍ معنى لري، خو د کارخونو له لوري بايد له درج شوي تاريخ سره سم ولګول شي.

د احصايې مرکزې ادارې خپل کلنۍ راپور د روانې مياشتې په ١٩ نېټه خپور کړ او اعلان يې وکړ چې افغانستان په ١٣٩٥ کال کې شاوخوا شپږ نيم ميليارد ډالر واردات لرل چې ډېر يې له ايران او پاکستان نه دي.

ويل کېږي چې د وارداتو زياته برخه کې خوراکي توکي، سينګار توکي او د وينځلو شيان دي چې د نېټې درج يې الزامي ګڼل کېږي.

د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو د وارداتو پراختيا

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې په زياته اندازه تاريخ تېري او بې کيفيته مواد وړاندې کېږي او وزارت په دې اړه جدي اندېښنه لري .

د ياد شوي وزارت د محيطي روغتيا ادارې مشر ډاکټر کنشکا ترکستاني وويل چې هر کال سلګونه ټنه تاريخ تېري او بې کيفيته توکي په هېواد کې کشف او له منځه وړل کېږي، خو نوموړي وويل چې د مخنيوي او ټولولو لپاره يې د وزارت هڅې د پخوا په څېر دوام لري.

هغه پرته له دې چې په دې اړه نور جزييات ورکړي او اصلي سرچينه يې څرګنده کړي، وويل چې اوسمهال تاريخ تېري توکي له ګمرکونو نه واردېږي، بلکې د قاچاق په ډول هېواد ته لېږدول کېږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند په دې اړه چې د کورنيو کارخونو څومره مصرفي مواد په معياري ډول او د لګښت اصلي نېټې سره عرضه کېږي؟ معلومات وړاندې نه کړل.

 خو د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي وويل چې د فساد دشتون له امله ګڼ توکي پرته له دې چې د مصرف نېټې او کيفيت ته يې پام وشي، د هېواد له پولو او حتى له رسمي ګمرکونو هېواد ته واردېږي او بازار ته ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.