جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۶): چارواکي وایي، په ننګرهار کې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څلوېښت قضیې ثبت شوې دي.
د دې ولایت د ښځو چارو رئيسې انیسې عمراني د ولایت سرپرست مرستیال په مشرۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه میاشتنۍ جوړې شوې غونډه کې وویل، د دوی په اداره کې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څلوېښت قضیې ثبت کړې دي.
هغې زیاته کړه، له یادو قضیو څخه یې لس امن خونې ته سپارلي او همداراز څلور هغه مېرمنې چې د بند مودې له پوره کولو وروسته یې کورونو ته د ستنېدو پر مهال ژوند له ګواښ سره مخ و، هم په امن خونه کې د اوسېدو په موخه ځای ورکړی دی .
د ښځو چارو رئیسې د معلوماتو له مخې، پاتې قضیې یې هم د اړونده کورنیو غړو سره تر بحث لاندې نیولي او وړاندیز یې وکړ، چې د څلورو نجونو قضیې دې د محاکمو له لارې د قانون په چوکاټ کې حل شي .
د ولایت سرپرست مرستيال محمد عالم اسحاقزي وويل، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی د ټولو والدينو او مسوولينو دنده ده او لارښوونه یې وکړه، چې په ولسوالیو او مرکز کې دې په دې برخه کې عامه پوهاوی ترسره شي .
نوموړي د بېلابېلو ادارو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنیوي په موخه د نوي قانون له مخې اجراات ترسره کړي.
د دې غونډې پر مهال ګډونوالو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ثبت شوو قضیو د حل په موخه بحثونه او پرېکړې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن