فراه (پژواک، ٢ غويى ٩٦): د فراه ولايت د عامې روغتيا رياست د فراه ښار له عمده او پرچون پلورنځيو څخه څه باندې پنځلس ټنه تاريخ تېر خواړه او د څښاک توکي را ټول کړي دي.
ياد توکي په دوو وروستيو ورځو کې د عامې روغتيا رياست د محيطي روغتيايي ډلې له لوري راټول شوي او ډېر ژر به وسوځول شي.
د فراه د عامې روغتيا مشر ډاکټرعبدالجبار شايق پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د دې توکو پلور د خلکو روغتيا ته مضر او ناروغي پيدا کوونکی دى، په دې برخه کې باید يو بل ته لاس ورکړو او له خپلې اصلي شتمنۍ چې روغتيا ده، ساتنه کوو.))
هغه زياته کړه چې تر اوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي.
د فراه ښار اوسېدونکي او هټيوال محمد حليم د عامې روغتيا وزارت پر دغه کار خوښي وښوده، خو د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه يې وکړه چې تاريخ تېري توکي پلوري.
د هغه په خبره، ځينې کسان په داسې حال کې تاريخ تېر درمل پلوري چې ګڼ شمېر خلک د بې سوادۍ له امله د پېرلو پر مهال تاريخ تېري درمل نه پېژني.
تېر کال هم په فراه کې يوه اندازه تاريخ تېر درمل او څښاک توکي راټول شوي او سوځول شوي وو.
د تاريخ تېرو توکو پلور د هېواد په نورو ولايتونو، حتى پلازمېنه کابل کې هم کېږي چې د راپورونو له مخې په بيا بيا راټول شوي او سوځول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن