ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمشریزه کې به له افغانستان سره پر همکاریو خبرې وشي

د ناټو سرمشریزه کې به له افغانستان سره پر همکاریو خبرې وشي

author avatar
23 May 2017 - 15:13
د ناټو سرمشریزه کې به له افغانستان سره پر همکاریو خبرې وشي
author avatar
23 May 2017 - 15:13

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به له افغانستان سره د دغه سازمان پر او‌ږودمهاله همکاريو خبرې وشي او پخوانۍ ژمنې به يو ځل بيا تکرار شي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د نا‌ټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يوه ورځنۍ غونډه به د غبرګولي په ٤مه (د مى په ٢٥مه) جوړه شي.

سرچينې زياته کړې چې افغانستان د دې سرمشريزې په اجنډا کې نشته، خو له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره به د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان وروستي حالات و ارزوي او د همکاريو پخوانۍ ژمنې به تکرار کړي.

د ناټو د مطبوعاتي دفتر دغه چارواکي وويل: ((موږ توقع نه لرو چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه کومه مهمه پرېکړه وشي.))

خو سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې د ناټو مشران د افغانستان په اړه پر درېيو ژمنو سلا مشورې وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا ژمنې په افغانستان کې د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې ماموريت ارزول او دوامداره ساتل . تر ٢٠٢٠ کاله پورې د افغان ملي ځواکونو په دوامداره توګه مالي ملاتړ  او له افغان چارواکو سره د ناټو د اوږود مهاله همکارو په اړه دوامداره خبرې  شاملې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.