ترينکوټ ، جلال اباد (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦) : داروزګان او ننګرهار ولايت چارواکو په بېلا بېلو عملياتو کې د ګڼ شمېر داعش او طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دوهم څارن زين الله د غبرګولي په ٣مه، پژاک خبري اژانس ته وويل، نن سهار ګډو ځواکونو د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې عمليات پيل کړي چې تر اوسه پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
نوموړي وايي، د بوزيچي په نوم سيمه او تپه د ترينکوټ ښار د امنيت خونديتوب لپاره خورا مهمه او ستراتيژيکه سيمه ده .
د هغه په وينا، په يادو سيمو کې يې ٧٠ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د څلورو مهمو قوماندانانو عمري، عمرشاه، ثابت او ابو طلحه په ګډون ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه پراخ عمليات دوام لري، چې تېره ورځ له وسله والو مخالفينو څخه يو شمېر سيمې پاکې او درې شکمن کسان له يو عراده سراچه موټر او يو موټر سايکل سره ونيول شول.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن