کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د مسکو په کنفرانس کې د هند د ملي امنیت له سلاکار سره پر دوه اړخيزو امنيتي او سياسي همکاريو خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه د غبرګولي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد حنیف اتمر د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د لوړپوړو امنيتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې له خپل هندي سيال ډاکتر اجيت دووال سره وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هندوستان د دولتونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تقویې په موخه یې د یوې هر اړخیزې طرحې پر جوړېدو خبرې وکړې.
محمد حنیف اتمر د دې ليدنې پر مهال د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ته، افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
د هند د ملي امنيت سلاکار دووال د خپل افغان سيال له بلنې څخه هرکلی وکړ او لېوالتيا يې ښکاره کړه چې په نږدې راتلونکي به د دوه اړخيزو سیاسي او امنیتي همکاریو د دوام او پراختیا په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
د ملي امنيت شورا وياند وايي، په دې لیدنه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په يوه برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د ځانګړې لیدنې په اړه هم بحث وشو.
د هغه د معلوماتو له مخې، د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه، د روان لمريز کال د غبرګولي په ١٨مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو پر ځانګړې ناسته موافقه وشوه.
قادرشاه وايي، د واړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پرېکړه وکړه چې د دواړو رهبرانو د ليدنې په موخه به لازم چمتووالی ونيول شي.
د هغه په وينا، د افغانستان او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د نورو موضوعاتو تر څنګ، د سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت بحث وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه د يوه جامع مېکانيزم د جوړېدو په برخه کې يو لړ پرمختګونو ته ورسېدل.
ټاکل شوې ده، په مسکو کې د لوړپوړو امنیتي مسوولینو اتم کلنی امنیتي کنفرانس نن هم دوام ولري.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دغه سفر کې په منځنۍ اسیا کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر او د ملي امنيت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سيمه ييزو همکاریو عمومي رييس تميم عاصي هم ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن