ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه پر الکوزي شرکت د ١٤٤ جريبه ځمکې د پلور قرارداد څېړنه کوي

مشرانو جرګه پر الکوزي شرکت د ١٤٤ جريبه ځمکې د پلور قرارداد څېړنه کوي

author avatar
28 May 2017 - 15:34
مشرانو جرګه پر الکوزي شرکت د ١٤٤ جريبه ځمکې د پلور قرارداد څېړنه کوي
author avatar
28 May 2017 - 15:34

کابل (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په داسې حال کې، کابل کې د الکوزي پر شرکت د ١٤٤ جريبه ځمکې د پلور ملاتړ کوي چې د ولسي جرګې ځينو غړو د حکومت دغه ګام سخت غندلى دى.

چارواکي وايي، حکومت د تېر کال د چنګاښ مياشتې په ١٤ مه د الکوزي له شرکت سره له پانګوالۍ څخه د ملاتړ او د خصوصي سکتور د هڅونې لپاره د شپږو صنعتي فابريکو د جوړولو په موخه؛ د کابل د هوايي ډګر اړونده سيمه کې د ١٤٤ جريبه ځمکې قرارداد لاسليک کړى دى.

د دوى په وينا، د يوه جريب ځمکې بيه پنځه زره امريکايي ډالره شوې او ټاکل شوې چې د الکوزي شرکت پر دغه ځمکه د شپږو فابريکو په جوړولو سره د ٣٥٠ ميليون امريکايي ډالرو پانګونه وکړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د غبرګولي په درېيمه وويل چې دغه قرارداد بايد لغوه شي، ځکه ياده ځمکه الکوزي شرکت ته ډېره ارزانه او له داوطلبۍ پرته ورکړل شوې ده.

 خو مشرانو جرګه کې د کابل استازي فرهاد سخي د جرګې په نننۍ غونډه کې په دې اړه وويل: "بهر کې سوداګرو ته په وړيا توګه ځمکې وېشل کېږي، همدا اوس زه په اماراتو کې دوه فابريکې لرم او ځمکه يې راته په وړيا توګه راکړې ده."

هغه زياته کړه: " مغرضانه چغې بايد له هېواد څخه د پانګې د تېښتې لامل نه شي، چا چې په دې اړه خپل غږ پورته کړى او غواړي د الکوزي شرکت د پانګې مخنيوى وکړي؛ حقيقت کې غاصبين او د ځمکې د مافيا غړي دي."

نوموړي زياته کړه، له الکوزي شرکت بايد ملاتړ وشي؛ ځکه پر دغه ځمکه د سلګونه امريکايي ډالرو د پانګونې تصميم لري.

د يادې جرګې بل غړي محمد حنيف حنفي وويل: "د ايران او پاکستان جاسوسان نه غواړي چې افغانستان دې په خپلو پښو ودريږي، همدا دوى د ځمکې مافيا ده او اوس غواړي چې د خپلو چغو په پورته کولو سره د الکوزي له شرکت کمېشن واخلي."

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار، د الکوزي شرکت له پانګونې څخه د ملاتړ ترڅنګ وويل: "موږ پانګوالۍ ته اړتيا لرو، که چېرې په دغه برخه کې کومه ستونزه موجوده وي؛ بايد قانوني ستونزه يې حل شي، خو د پانګوالۍ مخه بايد ونه نيول شي."

د مشرانو جرګې بل غړي مولوي محي الدين، د يادې موضوع د لا ډېرې څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، په دې اړه بايد يوه پلاوي ته دنده وسپارل شي، چې دغه قرارداد وڅېړي څو پر بنسټ يې د پانګوالو زړه مات نه شي.

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د يادې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه او له حکومت يې وغوښتل، چې په هېواد کې د هغو کسانو مخه ونيسي چې د الکوزي شرکت د پانګونې مخنيوى کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: "کوم لاسونه چې د اقتصاد د ودې خلاف دي، چغې يې پورته کړې؛ د ايران او پاکستان ځينې مزدوران لاس په کار شوي، څو د الکوزي شرکت د فابريکو مخه ونيسي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.