ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ننني بريد که د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي

د کابل ننني بريد که د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي

author avatar
31 May 2017 - 18:28
د کابل ننني بريد که د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي
author avatar
31 May 2017 - 18:28

کابل (پژواک،١٠غبرګولى ٩٦): د کابل نن ورځې موټربم چاودنه کې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي، له چاودنې څخه څو کيلومتره لرې هم د ځينو دولتي، نادولتي او کورونو دېوالونه او ښيښې له منځه تللې دي.

نن سهار شاوخوا ٨:٣٠ بجې کابل ښار يوې درنې چاودنې ولړزاوه.

دا د ځانمرګي موټر بم بريد چې د وزيرمحمد اکبرخان اوولسم سړک او زنبق څلورلارې ترمنځ ساحه کې، چېرته چې نږدې يې د جرمني سفارت او بهرنيو ځواکونو اړوند ايګر کمپ موقعيت لري، رامنځ ته شوى دى.

د اړوندو مسوولينو معلوماتو له مخې، دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي او ٤٦٣ نور چې ډېرى يې ملکي وګړي دي، ټپيان شوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې له ښار څخه يې د دې چاودنې له امله د ځينو ودانيو نړېدو او ښيښو ماتېدو په اړه راپور چمتو کړى، وويل چې د پېښې له سيمې څخه څو کيلومتره لرې " د کلوله پشتې، تايمني واټ، قلعه فتح الله، شهرنو، ده افغانانو، مکروريانو، شېرپور، بي بي مهرو" سيمو کې کړکۍ، ښيښې، د ځينو ودانيو دروازې او ان د ځينو هټيو او پلورنځيو مالونه اوتوکي له منځه تللي، چې د زياتو مالي تاوانونو ترڅنګ ځينو سيموکې خلک هم ټپي شوي دي.

د انصاري څلورلار کې د "کوه برکت" شرکت مالک نصيراحمد چې د پېښې له سيمې څخه نږدې درې کيلومتره واټن لري، پژواک ته وويل چې دې چاونه کې د هغه  د شرکت زياتې ښيښې، يخچالونه، ترموزونه، د اوبو سړولو دستګاوې او مختلف لوښي په  بشپړ ډول مات شوي دي.

د کابل د شهرنو اوسيدونکي شفيق پژواک ته وويل چې نننۍ پېښه کې د هغوى د کور څو ښيښې ماتې شوي دي.

همداراز د کابل ښار بي بي مهرو سيمه کې د يوه رستورانت مالک حاجي غلام رسول پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره درنه وه چې په ترڅ کې يې د نوموړي د رستورانت چت راغورځېدلى او د رستورانت يو کارکوونکى يې ټپي کړى دى.

هغه زياته کړه چې دوه مياشتې وړاندې يې دا رستورانت جوړ کړى دى او تراوسه يې د جوړېدو لګښت پيسې چې له دوستانو يې پورکړې وې، پرې پاتې دي.

هغه وويل چې د نوموړي د رستورانت ټولې ښيښې ماتې شوې دي.

خالد چې د کابل ښار ده افغانانوسيمه کې موبايل پلورنځى لري، هم له دې پېښې زيانمن شوى دى.

نوموړي وويل چې د چاودنې ځواک له امله يې پنځه سيټه موبايلونه چې له ٥- ١٥زرو افغانيو بيې لري مات شوي دي او بيا جوړېدا يې ٢٠ زره افغانيو ته اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.