د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ننني بريد که د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي

د کابل ننني بريد که د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي

May 31, 2017 - 18:28

کابل (پژواک،١٠غبرګولى ٩٦): د کابل نن ورځې موټربم چاودنه کې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ، درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي، له چاودنې څخه څو کيلومتره لرې هم د ځينو دولتي، نادولتي او کورونو دېوالونه او ښيښې له منځه تللې دي.

نن سهار شاوخوا ٨:٣٠ بجې کابل ښار يوې درنې چاودنې ولړزاوه.

دا د ځانمرګي موټر بم بريد چې د وزيرمحمد اکبرخان اوولسم سړک او زنبق څلورلارې ترمنځ ساحه کې، چېرته چې نږدې يې د جرمني سفارت او بهرنيو ځواکونو اړوند ايګر کمپ موقعيت لري، رامنځ ته شوى دى.

د اړوندو مسوولينو معلوماتو له مخې، دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي او ٤٦٣ نور چې ډېرى يې ملکي وګړي دي، ټپيان شوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې له ښار څخه يې د دې چاودنې له امله د ځينو ودانيو نړېدو او ښيښو ماتېدو په اړه راپور چمتو کړى، وويل چې د پېښې له سيمې څخه څو کيلومتره لرې " د کلوله پشتې، تايمني واټ، قلعه فتح الله، شهرنو، ده افغانانو، مکروريانو، شېرپور، بي بي مهرو" سيمو کې کړکۍ، ښيښې، د ځينو ودانيو دروازې او ان د ځينو هټيو او پلورنځيو مالونه اوتوکي له منځه تللي، چې د زياتو مالي تاوانونو ترڅنګ ځينو سيموکې خلک هم ټپي شوي دي.

د انصاري څلورلار کې د "کوه برکت" شرکت مالک نصيراحمد چې د پېښې له سيمې څخه نږدې درې کيلومتره واټن لري، پژواک ته وويل چې دې چاونه کې د هغه  د شرکت زياتې ښيښې، يخچالونه، ترموزونه، د اوبو سړولو دستګاوې او مختلف لوښي په  بشپړ ډول مات شوي دي.

د کابل د شهرنو اوسيدونکي شفيق پژواک ته وويل چې نننۍ پېښه کې د هغوى د کور څو ښيښې ماتې شوي دي.

همداراز د کابل ښار بي بي مهرو سيمه کې د يوه رستورانت مالک حاجي غلام رسول پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره درنه وه چې په ترڅ کې يې د نوموړي د رستورانت چت راغورځېدلى او د رستورانت يو کارکوونکى يې ټپي کړى دى.

هغه زياته کړه چې دوه مياشتې وړاندې يې دا رستورانت جوړ کړى دى او تراوسه يې د جوړېدو لګښت پيسې چې له دوستانو يې پورکړې وې، پرې پاتې دي.

هغه وويل چې د نوموړي د رستورانت ټولې ښيښې ماتې شوې دي.

خالد چې د کابل ښار ده افغانانوسيمه کې موبايل پلورنځى لري، هم له دې پېښې زيانمن شوى دى.

نوموړي وويل چې د چاودنې ځواک له امله يې پنځه سيټه موبايلونه چې له ٥- ١٥زرو افغانيو بيې لري مات شوي دي او بيا جوړېدا يې ٢٠ زره افغانيو ته اړتيا لري.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د بازار ډېر خراب شوى او ځينې ورځې ان هيڅ شى نه شي خرڅولى، زياته کړه چې نننۍ پېښه کې لسګونو هټيوالو زيان ليدلى دى.

له نننۍ پېښې زيانمن شوو کسانو د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې بې باکي دې پرېږدي او جدي پاملرنه دې وکړي؛ څو د شاه شهيد په څېر، د نن ورځې پېښې او نورو لسګونو خونړيو پېښو په څېرکابل کې تکرار نه شي او له بې ګناه خلکو قرباني وانخلي..

له بل پلوه له نننۍ خونړۍ پېښې وروسته، د کابل سلګونو اوسېدونکو د خپلو دوستانو برخليک معلومولو لپاره د کابل ښار ايمرجنسي، وزيراکبرخان، ابن سينا عاجل او ډېرو دولتي او غيردولتي روغتيايي مرکزونو دروازو ته پرېشانه ولاړ وو.

د پژواک خبريال چې د کابل له څو روغتونونويې ليدنه کړې ده، راپور ورکوي چې د روغتونونو دروازو مخ ته د سلګونوکسانو شتون، د ښځو او ماشومانو ژړا او فرياد له لرې اورېدل کېږي.

٦٠کلنه مريم چې اوښکې يې پرمخ بهېدلې، پژواک ته وويل: "زوى مې عظيم چې د يوه شرکت کارکوونکى دى، له نننۍ پېښې وروسته لا درکه دى؛ نه پوهېږم چې کوم روغتون ته لېږدول شوى او وضعيت يې څرنګه دى."

سميع چې زيات عمر لري، پرېشاني يې له ورايه پر څېره خوره وه او د ايمرجنسي روغتون ور تر شا ولاړ و، پژواک ته وويل: "د ترور زوى مې د روشن مخابراتي شبکې کارمند و، دې پېښه کې ټپي شوى دى، له ساعتونو پوښتنو او ګروېږونو وروسته معلومه شوه چې ټپي شوى، خو روغتون ته د ننه اجازه نه ورکوي څو د خپلو ناروغانو پوښتنه وکړو."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan