د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اذربایجان ولسمشر غني ته په اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه

اذربایجان ولسمشر غني ته په اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه

Jun 01, 2017 - 11:38

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦):  اذربايجان په دغه هېواد کې د اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه ولسمشر اشرف غني ته د سفر بلنه ورکړې ده.

له ارګه د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د اذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اراز عظیموف سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولسمشر غني ته د خپل هېواد د مشرتابه نېکې هیلې او تمنیات وړاندې کړل او ويې ويل،  په پام کې ده د روان زېږديز کال په وروستیو کې په اذربایجان کې د "اسیا زړه" کنفرانس جوړ شي او ولسمشر غني ته يې ته په دغه کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ یې په مختلفو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانیو اړیکو ته په اشارې وویل، افغانستان او اذربایجان ګډ کلتور لري.

هغه د افغانستان حکومت لاسته راوړنې یادې او زیاته یې کړه، روان سخت حالت ته په پام د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د یو همکار په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، هېواد یې چمتو دی افغانستان سره د زده‌کړې، د امنیتي ځواکونو د تجهیز، طبابت، ودانیزو چارو او د ګازو د پايپ لاین په برخو کې همکاري وکړي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا وغوښته.

ولسمشر د "اسیا زړه کنفرانس" کې د ګډون په خاطر د اذربایجان د ولسمشر له بلنې مننه وکړه او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ یې د همکاریو پراختیا ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه، د "اسیا زړه کنفرانس" باید د ترهګرو او د هغو ملاتړو سره په مبارزې لا زیات تمرکز وکړي.

ولسمشر څرګنده کړه، افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ښې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي دي او له اذربایجان سره یې هم د سوداګریزو اړیکو پراختیا وغوښته.

هغه هیله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به د سوداګریزو اړیکو له ټينګېدو سره وکولای شي د محصولاتو بیه راټیټه کړي.

ولسمشر غني وویل، افغانستان له چین، ایران او ترکیې سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او افغانستان به د اسیا د څلورلارې په توګه مرکزي اسیا له سويلي اسیا سره وصل کړي.

هغه هیله وښوده چې د اذربایجان خصوصي سکتور استازي دې افغانستان ته سفر وکړي چې د افغانستان خصوصي سکتور سره په همغږۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ په ډګر کې ګډې لارې چارې ولټوي. جمهوررئیس له اذربایجان څخه وغوښتل چې د هېواد د ملي پولیسو روغتون د تجهیز په برخه کې دې افغانستان سره همکاري وکړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan