ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد په ځانمرګي برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د جلال اباد په ځانمرګي برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Jun 2017 - 08:34
د جلال اباد په ځانمرګي برید کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Jun 2017 - 08:34

جلال اباد (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د ننګرهار د مرکز جلال اباد له هوايي ډګر سره  نن سهار ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې يو کس وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څېرمه د يوه کرولا موټر په وسيله وشو.

هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د هوايي ډګر يو ساتونکى وژل شوى يو، ساتونکى او درې ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.