مزارشريف (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۶): د ډاياګ پروګرام مسوولين وايي چې په وروستيو دوو کلونو کې په شمال زون کې د نا مسوولو وسله والو په شمېر کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی.
په دغه زون کې د وسلې ټولونې ډاياګ پروسې مسوول وايي چې له دغو ډلو سره شته ټولې وسلې غير قانوني دي.
بلخوا مدني فعالان بيا امنيتي مسوولين ګرم بولي چې ولې د ناقانونه وسلو د شتون په اړه حرکت نه کوي او د نامسوولو وسله والو د غير قانوني کړنو مخه نه ډپ کوي.
په شمال زون کې د ډاياګ پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه زون کې اوس د غير قانوني وسله والو بانډونو شمېر يوازې پخوانيو جنګي ډلو پورې محدود نه دی.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو دوو کلونو کې په شمال زون کې د نا مسوولو وسله والو په شمېر کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی.
د هغه په وينا، پخوا به د دولت د وسله والو مخالفينو تر څنګ يوازې پخوانۍ جنګي ډلې په غير مسوول وسله والو کې حسابېدې؛ خو اوس د دې ډول ډلو شمېر زيات شوی دی.
جنرال منان وويل: ((طالب چې تسليم شوی له خپلې وسلې سره په سيمه کې ګرځي، نو غير مسوول وسله وال دی، خيزش مردمي په نامه چې کوم خلک وسله وال شوي، د ناسم مديريت له امله په غير مسوولو وسله وال کې حسابېږي، سيمه ييز پوليس هم د ناسم مديريت له امله د غير مسوولو وسله والو په بانډو کې حساب وسله وال دي.))
د بلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات هم په دغه ولايت کې د غير مسوولو وسله والو شتون مني.
نوموړي ډاياګ پروسې ته د شل ميله وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا داسې زورواکي شته چې وسلې له ځان سره ګرځوي او دغه وسلې يې غير قانوني وبللې.
د بلخ مدني فعالان بيا امنيتي چارواکي ګرموي چې دوی تل د نا مسوولو وسله والو په اړه معلومات خپاره کړي، پر وړاندې يې عمل نه کوي.
مدني فعال نجيب پاڅون پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې کې زورواکي او پخواني جنګي جنايتکاران لا هم د خپلو غير قانونو وسلو پر مټ پر خلکو واک چلوي.
نوموړي زياته کړه چې د طالب په نامه تسليم شوي وسله وال له ځان سره په سيمو کې ډلې ډلې وسله والو ګرځوي او امنيت او د خلکو روان ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن