کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله د ايران له سفير سره وليدل .
له ارګه د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي هم شتون درلود.
سرچينې زياته کړې چې ، لومړی د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د خپل دولت او خلکو په استازیتوب د کابل ښار د پرونۍ ترهګريزې پېښې له امله ولسمشر او افغانانو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي هغه د "کابل پروسې" پيل ته په اشارې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې کابل کې جوړه شي وویل، د ایران دولت د کابل پروسې له کنفرانس څخه ملاتړ کوي.
ولسمشر غني د ایران سفیر د همدردۍ او تسلیت څخه مننه وکړه، وې ویل، افغانستان چمتو دی چې د پنځه ګونو همکاریو کمېټو چوکاټ کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې چې وار له مخکې د دواړو هېوادونو له خوا ورباندې توافق شوی دی د ایران اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې پيل کړي.
دواړو غاړو د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن