ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کابل پرونى لاريون وغندل شو

خوست کې د کابل پرونى لاريون وغندل شو

author avatar
3 Jun 2017 - 17:27
خوست کې د کابل پرونى لاريون وغندل شو
author avatar
3 Jun 2017 - 17:27

خوست ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): د خوست سلګونو اوسېدونکو او دولتي مسوولينو د يوې غونډې او سوله ييز لاريون په ترڅ کې په کابل کې د افغان دولت پروړاندې روان اعتراضونه وغندل او دا يې د قوانينو خلاف کار وباله.

دوی لومړۍ په يوه غونډه کې پر ټولو افغانانو له شته نظام څخه د ملاتړ غږ وکړ او بيا يې د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل د اعتراض کوونکو پرضد شعارونه ورکړل او د ځينو کسانو پر عکسونو يې چلپاوې راکش کړې وې.

غونډې ته په خبرو کې د خوست والي حکم خان حبيبي ځېنې استخباراتي کړۍ تورنې کړې، چې په دغه هېواد کې د ناامنيو لپاره د زمينې برابرولو ترڅنګ د شته نظام د تخريبولو هڅې کوي.

ده په کابل کې د دولت پرضد روان اعتراضونه غيرمدني حرکت وباله او پر ولسونو يې غږ وکړ، چې ددې حرکتونو د مخنيوي لپاره د خپل نظام ترڅنګ ودرېږي.

هغه زياته کړه : ((ايا وسله وال مدني حرکت دې ته وايي چې مختلف وسله وال ګروپونه په لاريون کې ځای پرځای کړه او نظام ته ستونزې جوړه کړه؟ ايا مدني حرکت دې ته وايي، چې خلک ووژنه او کورنۍ د وير په ټغر کېنوه)).

والي حبيبي ځېنو هغو کسانو ته په اشارې سره چې مخکې يې پر لوړو دولتي پوستو دندې درلودې، وويل، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د عامو خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.

هغه زياته کړه: ((احمد ضيا مسعود چې تر پرون پورې په نظام کې وو، دا نظام سم و، خو چې نن په نظام کې نشته، دا نظام خراب دی. همدغسې امرالله صالح چې په دولت کې دنده هم لري، دی د حضور کومه حيا لري، چې د دولت پرضد راپاڅېږي)).

د مجاهدينو سرتاسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې د حامد کرزي پر حکومت نيوکه وکړه، چې ګني نننيو معترضينو ته يې په نظام کې پراخ شتون ورکړ.

هغه وويل: ((موږ پر خپل ولسمشر غږ کوو چې د حامد کرزي د حکومت تېروتنه بيا مه تکراروه. دا د لستوڼي مار له ځانه لېرې او د لستوڼي دې مار ته په خپل نظام کې ځای مه ورکوه)).

مولوي سردار ځدراڼ ګواښ وکړ، چې د شته نظام پرضد روان اعتراضونه پای ته ونه رسېږي، له افغان دولت څخه د ملاتړ لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

ځدراڼ زياته کړه: ((موږ د خپلو ولسونو په مټ د دې توان لرو چې د محدود شمېر کسانو، چې په ولس کې منفور دي، داسې درس ورکړو چې تل ترتله به ورته په ياد پاتې وي)).

مدني فعال نصيراحمد روښان بيا پر يو شمېر رسنيو تور ولګاوه چې د بهرنيو استخباراتي ډونرانو په مالي ملاتړ په افغانستان کې سمتي، قومي او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.