د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د جنازې په ځانمرګو بريدونو کې ٦ تنه وژل شوي ٨٧ ټپيان دي

د کابل د جنازې په ځانمرګو بريدونو کې ٦ تنه وژل شوي ٨٧ ټپيان دي

Jun 03, 2017 - 16:15

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): د کابل ښار د بادام باغ په سيمه کې د مشرانو جرګې د مرستيال محمد عالم ازديار د زوى د جنازې په مراسمو کې ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ازديار زوى سالم ازديار پرون په کابل کې د لاريون پر مهال د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ د نښتې پر مهال له يو شمېر نورو کسانو سره وژل شوى و. 

نن د کابل د بادام باغ په سيمه کې د هغه د جنازې د مراسمو پر مهال درې چاودنې شوې چې ويل کېږي، ځانمرګي بريدونه وو.

دعامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر وحيد مجروح وايي، چې تر اوسه د کابل بېلا بېلو روغتونونو ته ٦ جسدونه او ٨٧ ټپيان وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ددوو ځانمرګو بريدګرو جسدونه يې هم ترلاسه کړي دي.

عيني شاهدان وايي، چې درېيو تنو ځانمرګو بريدګرو د خلکو په مينځ کې ځانونو ته چاودنې ورکړې دي.

د اقتصاد وزير او د جمعيت اسلامي ګوند غړي ستار مراد چې د جنازې په مراسمو کې يې ګډون درلود، وايي، چې په دې مراسمو کې ډاکتر عبدالله، صلاح الدين رباني، امر الله صالح، دجمعيت اسلامي ګڼ شمېر نورو غړو، د کابينې وزيرانو، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ګڼ شمېر غړو هم برخه اخيستې وه.

هغه وويل، چې دوى له ياد بريده روغ وتلي دي ، بلخوا ځينې سرچينې وايي، چې يو شمېر وکيلان ټپيان شوي دي.

د شېراغا په نامه يو تن عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، کله چې د جنازې لمونځ پيل شو، نو ناڅاپه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. 

يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د کاپيسا لپاره د طالبانو ټاکل شوي والي ملا دوست محمد ديوې ښځې په ګډون درې تنه ځانمرګي بريدکوونکي کابل ته ليږلي وو، څو د لاريون او جنازې پر مهال بريدونه وکړي. 

سرچينه وايي، چې دوو تنو يې نن ځانونو ته چاودنې ورکړې، او يوه ښځه پاتې ده. 

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan