ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هلمند څخه کندهار ته راغلي جګړه ځپلي کډوال له ستونزو کړېږي

له هلمند څخه کندهار ته راغلي جګړه ځپلي کډوال له ستونزو کړېږي

author avatar
3 Jun 2017 - 17:19
له هلمند څخه کندهار ته راغلي جګړه ځپلي کډوال له ستونزو کړېږي
author avatar
3 Jun 2017 - 17:19

کندهار (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۶):کندهار ته له هلمند څخه د جګړو له امله راغلي کډوال وايي، له ستونزو ډک ژوند تېروي خو څوک یې لاسنیوی نه کوي.

د دغو لسګونو جګړې ځپلو کورنیو غړي د غبرګولي په ١٣مه، په کندهار پریس کلب کې راټول شوي وو، څو چارواکي یې غږ واوري، له ستونزمن ژونده یې خبر شي او مرسته ورسره وکړي.

ډېری دغه کډوال چې د هلمند له سنګین، مارجې او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د جګړو له امله کندهار ته راغلي وايي، د بې سرپناهۍ او بې روزګارۍ له امله یې ژوند له ستونزو سره مخ دی.

حاجي محمد داود له خپلې کورنۍ سره یو ځای شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د سختو جګړو له امله له سنګین ولسوالۍ څخه کندهار ته راغلی او اوس دغلته په یوه کرايي کور کې ژوند تېروي.

ده وویل، شپږ میاشتې کېږي چې د هلمند له سنګین، مارجې او یو شمېر نورو ولسوالیو څخه د جګړې امله تر ۷۰ ډېرې کورنۍ کندهار ته راغلې، خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه د کندهار د کډوالو پر ریاست تور پورې کړ چې د دوی حق یې خوړلی او هیڅ مرسته یې نه ده ورسره کړې.

دی وايي، سرپناه نه لري، د کار او روزګار د نشتوالي له امله د خوراکي توکو د اخیستلو وس نه لري او په کرایي کورونو کې ورته نور اوسېدل ګران شوي دي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د بې ځایه شوو کډوالو لاسنیوی وکړي او د دوی په سیمو کې دې بیرته امنیت راولي چې خپلو مېنو او کورونو ته ستانه شي.

د حاجي محمد اصف په نوم د سنګین ولسوالۍ یوه کډوال وویل: ((دا مو د کډوالۍ څلورم- پنځم پړاو دی، لومړی له خپل کلي بل کلي ته کډوال شوو، جګړه پراخېده موږ یې اړ کړو چې لښکرګاه ته کډوال شو، کله چې جګړه دلته هم را ورسېده نو مجبور شوو چې کندهار ته راشو.))

خو ده ګیله وکړه، چې په دې موده کې ورسره هیڅ راز مرسته نه ده شوې.

دی وايي، سوالګر نه دي، خو کډوالۍ سوال ته مجبور کړي دي، دلته راغلي کډوال په خپلو ولسوالیو کې کورونه او ځمکې لري، خو وسله والو لاندې کړي دي.

په ورته توګه نورو کډوالو هم د خپل ستونزمن ژوند کیسې کولې او د دولت پاملرنه یې غوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.