ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واشنګټن کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

واشنګټن کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

author avatar
3 Jun 2017 - 11:44
واشنګټن کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو
author avatar
3 Jun 2017 - 11:44

واشنګټن (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې ګڼ شمېر کسانو د پاکستان د سفارت پر وړاندې لاريون وکړ او دغه هېواد يې د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړ.

په دغه لاريون کې د افغانانو تر څنګ  د امريکا او ځينو نورو هېوادونو اوسېدونکو هم برخه اخيستې وه.

دوى له ځانو سره د ((پاکستان د ترهګرو خوندي ځاى، د پاکستان استخباراتي اداره اى اېس اى د ترهګرو ملاتړ کوي او ...)) شعارونه لېږدول.

دغه راز د دغه لاريون مسوولينو په خپلو ويناوو کې پاکستان او د دغه هېواد استخباراتي اداره "اى اېس اى" تورنه کړه چې د کابل د تېرې اونۍ په بريد کې يې لاس درلود.

دوى دغه راز د ((پاکستان له ترهګرو سره مالي مرسته کوي، القاعده او "اى اېس اى" يوه ډله ده، پاکستان دې د ترهګرو  مرکزونه بند کړي شعارونه هم ورکول.

د لاريون کوونکو يوې مسوولې  ناوا ارسلا وويل چې دغه لاريون يې په افغانستان کې د تېرې اونۍ له  بريده وروسته د افغانانو د يووالي لپاره ترسره کړى دى.

د لاريون يو بل ګډونوال بلال عسکريار له پاکستانه وغوښتل چې پر خپل حکومت فشار راوړي، خو د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د هغه په وينا، د امريکا د کانګرېس ګڼ شمېر غړو هم دا منلې ده چې پاکستان د ترهګرو خوندي ځاى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.