کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د سالم ايزديار جنازې پر مراسمو بريد کوونکو کسانو چاودېدونکي توکي په ډېر ماهرانه ډول په خپلو بوټونو کې ځاى پر ځاى کړي و، چې په دغه ډول دوى د امنيتي ځواکونو له تلاشۍ تېر شوي دي.
د محمد عالم ايزديار زوى سالم ايزديار درې ورځې وړاندې کابل کې د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ د لاريون د تاوتريخوالي پر مهال ووژل شو. پرون يوځل بيا د سالم د جنازې په مراسمو کې درې پرله پسې چاودنې ترسره شوې، چې د ځينو سرچينو په وينا، په دغو مراسمو کې ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي.
د کابل ښار په بادام باغ سيمه کې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد عالم ايزديار د زوى پر مراسمو د ځانمرګي بريدونو په ترڅ کې اووه کسان وژل شوي او ١١٩ نور ټپيان دي.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د جنازې پر مراسمو بريد کوونکو د پاکستان د کويټې د چمن سيمې د مولوي احمد په مدرسه کې زده کړې، چې بيا د ځانمرګو بريدونو ترسره کولو په موخه افغانستان ته رالېږل شوي دي.
د دغه رياست په وينا، بريدګرو د سالم د جنازې پر مراسمو د بريد په موخه چاودېدونکي توکي په ډېر ماهرانه ډول ځاى پر ځاى کړي و، چې په پايله کې يې د تلاشۍ پر مهال چاودېدونکي توکي په ډېرې اسانۍ سره لېږدولي دي.
خو سرچينه وايي، د ملي امنيت منسوبين په سيمه کې له بريد وروسته د يوه بل ځانمرګي بريد ګر پر نيولو بريالي شوي دي.
د ملي امنيت عمومي رياست دغه راز وايي، همدارنګه يې کابل ښار کې ١٢ نور ترهګر چې په بېلابېلو سيمو کې يې د بريدونو هوډ درلود، نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن