کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٦): د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي چې د جنګ ختمولو او امنيت راتلو لپاره بايد له موجوده نظامه ملاتړ وشي، بدلون بايد د ټول ولس په رايه او د لوريو د تفاهم او توافق په پايله کې رامنځته شي، نه د څو کړيو یا اشخاصو له خوا د زور او ځواک له لارې.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي له خوا په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې د کابل د وروستيو پېښو په غبرګون کې يې د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته رالېږلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي په داسې حال کې چې د يادو پېښو ټولو قربانيانو ته فردوس جنت غواړي، د ټپيانو د روغتيا لپاره دعا کوي، ټولې هغه پېښې چې د مظلومو افغانانو د وينو تويېدو، بې امنيو، لوټ او د هېواد د ورانېدو باعث وي، په کلکه غندي، د جګړو او بې امنيو پای، د ډاډمني او تلپاتې سولې تامين غواړي.
حزب اسلامي پر ټولو افغانانو، سياسي ګوندونو، اغېزمنو اجتماعي ټولنو او شخصيتونو غږ کړی چي يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي، خپل وران او جنګ ځپلی هېواد له روانې بد مرغۍ جګړې، بې امنيو، ممفسدينو، لوټمارانو او ترهګرو له شره وژغوري.
دغه راز له هغو غوښتل شوي چې د وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټول کړي، د پرديو د مټو او وسلو په زور قدرت ته د رسېدو او په قدرت کې د پاتې کېدو مخکنۍ کرغېړنې او خونړۍ تجربې لرې وغورځوي.
حزب اسلامي ويلي، دوی باید هغه فتنه ګر له خپلو ليکو ورټي او د هېواد او ولس دښمنان يې وګڼي چې له شعارونو يې د وينو بوی راځي، د جګړې دوام غواړي او نور وسله وال رقابت ته هڅوي.
حزب اسلامي پر ځوانانو غږ کړى، مه پرېږدئ څو بې هويته عناصر د ځوانانو له پاکو احساساتو په استفادې سره فتنې را ولاړې کړي او د کورنيو جګړو يوه بله لړۍ پيل کړي.
سرچينې زياته کړې ده: ((هغه چې د جنګ شعارونه ورکوي، سړکونو ته له وسلو سره راوځي، بد معاشي کوي او بې امني خوښوي، بايد د ټول ملت له لوري ورټل شي، نه يې څوک سپېره غږ بدرګه کړي او نه يې د ملګرتيا ننګ قبول کړي.))
حزب اسلامي په داسې حال کې چې پر اوسني حکومت، تګلارو او ترکيب يې خپل ملاحظات لري، نه غواړي موجوده حکومت تضعيف شي او د بدلولو داسې لارې يې غوره شي چې وضعيت لا زيات کړکېچن کړي.
د حزب اسلامي په خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ دريځ دا دى چې اوس د جنګ ختمېدو لپاره او د امنيت په تامين کې بايد د همدغه نظام ملاتړ وشي، هر تغيير بايد د ټول ولس په رايه او د ټولو اغېزمنو لوريو د تفاهم او توافق په پايله کې وي، نه د څو کړيو په خوښه او له داسې لارو چې په نښتو منتج کېږي.))
حزب اسلامي ويلي، هېڅ ډله دا حق نه لري چې د حکومت نړولو او بدلولو لپاره له زور او ځواکه کار واخلي او وسله وکاروي.
سرچينې زياته کړې، داسې هڅه په حقيقت کې د تېرو ترخو او خونړيو ناکامو تجربو تکرار دى چې هېڅوک ترې څه نه شي ترلاسه کوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن