ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانۍ ښځې د تابعيت تذکرو اخيستو  برخه کې له ستونزو سره مخ دي

باميانۍ ښځې د تابعيت تذکرو اخيستو برخه کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
5 Jun 2017 - 16:17
باميانۍ ښځې د تابعيت تذکرو اخيستو  برخه کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
5 Jun 2017 - 16:17

باميان (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د باميانو ولايت يو شمېر مدني بنسټونه وايي چې د تذکرو د اهميت په اړه نه پوهاوى او په ياده لړۍ کې د شته ستونزې د دې لامل شوې، څو له امله يې يو شمېر باميانۍ مېرمنې د تذکرو له اخيستو سره لېوالتيا ونه ښيي.

باميانو کې د افغان ښځو شبکې مشرې صغرا عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېرى باميانۍ ښځې د تذکرو پر اهميت نه پوهېږي، يوازې هغه مېرمنې او نجونې چې په ښوونځيو يا دولتي ادارو کې تذکرو ته اړتيا پيدا کوي؛ د تذکرو د اخيستو لپاره ګام پورته کوي  چې له دې جملې يې له څلوېښتو کسانو د پورته عمر لرونکې ښځې هيڅ تذکرې نه لري.

هغې زياته کړه: "نورې ستونزې چې د ياد ولايت ښځو پر وړاندې پرتې دي، د نفوسو د ثبت او احوال مرکزونو ته د نه اسانتيا موجوديت دى، که چېرې يوه مېرمن د تذکرې اخيستو په موخه د ولايت مرکز او ياد ولسوالۍ مرکز ته مراجعه وکړي؛ ډېر وخت پرې تېريږي چې له همدې امله د تذکرې له اخيستو ډډه کوي."

مېرمن عطايي وويل: "د ښځو ستونزو په ځانګړي ډول د تابعيت تذکرې اخيستو لړۍ په برخه کې د ستونزو حل لپاره زموږ وړانديز دا دى چې د نفوسو د ثبت او احوال ګرځنده ټيم جوړ شي او د باميانو ولايت د لرې پرتو سيمو لپاره د تابعيت تذکرې ووېشي."

 

باميانو ولايت کې يوې مدني فعالې حليمې رضايي وويل، په ځينو مواردو کې مېړونه د خپلو مېرمنو لپاره تذکرې نه اخلي او داسې توجيه کوي چې ګني ښځې د تابعيت تذکرې ولري.

نوموړې زياته کړه، د تابعيت تذکرو اخيستل د هر هېوادوال حق دى او د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د عامه پوهاوي له لارې دې د تابعيت تذکرو د اهميت په اړه معلومات وړاندې شي.

د ولايتونو په مرکزونو کې د تذکرو د وېش لړۍ

 د تذکرې اخيستونکى شخص، لومړى د ولايت مقام ته د تذکرې اخيستو عريضه ليکي، له هغه وروسته د ولايت مقام د ياد شخص غوښتنه اړونده ناحيې ته راجع کوي، چې اړونده ناحيه دغه پاڼه بيا د بانډې له وکيل سره شريکوي او د شخص په اړه د بانډې وکيل له تاييدي وروسته اړونده ناحيه بيا د تذکرو د وېش اړونده شعبې ته سپارښتنه کوي، څو ياد شخص ته تذکره ووېشي.

 د تذکرې غوښتونکى شخص، اړونده ولسوالۍ ته له مراجعې وروسته بايد لاندې ټکي په پام کې ولري:

 د پلار يا د کورنۍ د کوم بل غړي تذکره له ځانه سره ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.