ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د درنو کارونو ترسره کوونکي سلګونه ماشومان له انساني قاچاق سره مخ دي

تورخم کې د درنو کارونو ترسره کوونکي سلګونه ماشومان له انساني قاچاق سره مخ دي

author avatar
5 Jun 2017 - 15:15
تورخم کې د درنو کارونو ترسره کوونکي سلګونه ماشومان له انساني قاچاق سره مخ دي
author avatar
5 Jun 2017 - 15:15

جلال اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ٩۶): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په تورخم ښارګوټي کې پر درنو کارونو بوخت نږدې دوه زره ماشومان د زده کړو او لوبو له حقونو بې برخې دي او د جنسي ځورونې اندېښنې يې هم موجودې دي.

په تورخم ښارګوټي کې له شنه سهاره تر تورې تيارې سلګونه ماشومان له پولې يوې او بلې خوا ته له تلونکو مسافرو سره درانه بارونه په لاسي کراچيو کې وړي او کله نا کلهپرې غیر قانوني کارونه هم ترسره کېږي.

راپورونه شته، دغه ماشومان هغه اجناس هم لېږډوي چې يا پرې د افغانستان او يا هم د پاکستان حکومت د لېږد رالېږد بنديز لګولی وي او داسې هم ويل کېږي چې تورخم کې مېشت سرحدي پوليس پرې هغه پيسې راټولوي چې له لارۍ چلوونکو يې په غير قانوني ډول اخلي.

له دغو ماشومانو يو يې هم اکبر دی (مستعار نوم) چې په اچين ولسوالۍ کې د جګړو له امله يې خپله کور پرېيښې او له زاړه پلار، زړې مور، څو خويندو او دوو وروڼو سره د مومندرې ولسوالۍ ته کډه شوي.

اکبر ۱۳ کلن دی، خو له مجبورۍ هر سهار له کوره راوځي او تر کيلومترونو مزل وروسته ځان د تورخم ښارګوټي ته د کار لپاره رسوي. هغه کار چې په سخته ګرمۍ کې يې ترسره کوونکی تندرسته ځوان هم د ترسره کولو توانايي له لاسه ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې مکتب ترې همالته پاتې شوی، تر ده دوه کاله کوچنی ورور يې هم ورسره وي او د کور لپاره د نفقې په پیدا کولو بوخت دي.

لس کلن سيدولي (مستعار نوم)، که اوسنيو جګړو په تورخم ښارګوټي کې درنو کارونو ته نه دی مجبور کړی؛ خو پخوانيو جګړو يې په دغه مجبوريت کې رول لوبولی دی.

دی وايي: ((پلار مې په جنګونو کې پر پښو ګوډ شوی، کار نه شي کولی، زه مجبور يم چې دلته راشم او کار وکړم، مکتب هم رانه پاتې دی او لوبې او له ملګرو سره ناسته ولاړه هم.))

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د اکبر او سيدولي په څېر ۱۹۸۵ ماشومان په تورخم ښارګوټي کې په درنو کارونو بوخت دي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د برخې مسوول غلام حسين بېوس پژواک اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وويل، ياد کوچنيان سره له دې چې په سخته ګرمۍ کې درانه کارونه کوي، د لوبو او زده کړو له حقونو هم بې برخې دي.

د بشري حقونو له دغه مسوول سره يوه بله اندېښنه هم شته چې د يادو کوچنيانو د جنسي ځورونو په تړاو ده: ((موږ سره دا اندېښنه ده، امکان دې ولري چې دا کوچنيان د جنسي ځورونې ښکار شي.))

د بېوس د معلوماتو له مخې، کله چې ياد ماشومان غير قانوني اجناس وړي راوړي؛ نو د پولې دواړو خواوو د ساتونکو د وهلو ډبولو ښکار هم ګرځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.