د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تورخم کې د درنو کارونو ترسره کوونکي سلګونه ماشومان له انساني قاچاق سره مخ دي

تورخم کې د درنو کارونو ترسره کوونکي سلګونه ماشومان له انساني قاچاق سره مخ دي

Jun 05, 2017 - 15:15

جلال اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ٩۶): په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په تورخم ښارګوټي کې پر درنو کارونو بوخت نږدې دوه زره ماشومان د زده کړو او لوبو له حقونو بې برخې دي او د جنسي ځورونې اندېښنې يې هم موجودې دي.

په تورخم ښارګوټي کې له شنه سهاره تر تورې تيارې سلګونه ماشومان له پولې يوې او بلې خوا ته له تلونکو مسافرو سره درانه بارونه په لاسي کراچيو کې وړي او کله نا کلهپرې غیر قانوني کارونه هم ترسره کېږي.

راپورونه شته، دغه ماشومان هغه اجناس هم لېږډوي چې يا پرې د افغانستان او يا هم د پاکستان حکومت د لېږد رالېږد بنديز لګولی وي او داسې هم ويل کېږي چې تورخم کې مېشت سرحدي پوليس پرې هغه پيسې راټولوي چې له لارۍ چلوونکو يې په غير قانوني ډول اخلي.

له دغو ماشومانو يو يې هم اکبر دی (مستعار نوم) چې په اچين ولسوالۍ کې د جګړو له امله يې خپله کور پرېيښې او له زاړه پلار، زړې مور، څو خويندو او دوو وروڼو سره د مومندرې ولسوالۍ ته کډه شوي.

اکبر ۱۳ کلن دی، خو له مجبورۍ هر سهار له کوره راوځي او تر کيلومترونو مزل وروسته ځان د تورخم ښارګوټي ته د کار لپاره رسوي. هغه کار چې په سخته ګرمۍ کې يې ترسره کوونکی تندرسته ځوان هم د ترسره کولو توانايي له لاسه ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې مکتب ترې همالته پاتې شوی، تر ده دوه کاله کوچنی ورور يې هم ورسره وي او د کور لپاره د نفقې په پیدا کولو بوخت دي.

لس کلن سيدولي (مستعار نوم)، که اوسنيو جګړو په تورخم ښارګوټي کې درنو کارونو ته نه دی مجبور کړی؛ خو پخوانيو جګړو يې په دغه مجبوريت کې رول لوبولی دی.

دی وايي: ((پلار مې په جنګونو کې پر پښو ګوډ شوی، کار نه شي کولی، زه مجبور يم چې دلته راشم او کار وکړم، مکتب هم رانه پاتې دی او لوبې او له ملګرو سره ناسته ولاړه هم.))

په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د اکبر او سيدولي په څېر ۱۹۸۵ ماشومان په تورخم ښارګوټي کې په درنو کارونو بوخت دي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د برخې مسوول غلام حسين بېوس پژواک اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وويل، ياد کوچنيان سره له دې چې په سخته ګرمۍ کې درانه کارونه کوي، د لوبو او زده کړو له حقونو هم بې برخې دي.

د بشري حقونو له دغه مسوول سره يوه بله اندېښنه هم شته چې د يادو کوچنيانو د جنسي ځورونو په تړاو ده: ((موږ سره دا اندېښنه ده، امکان دې ولري چې دا کوچنيان د جنسي ځورونې ښکار شي.))

د بېوس د معلوماتو له مخې، کله چې ياد ماشومان غير قانوني اجناس وړي راوړي؛ نو د پولې دواړو خواوو د ساتونکو د وهلو ډبولو ښکار هم ګرځي.

هغه وايي: ((غټه ستونزه دا ده چې دغو ماشومانو نه په رشوت او فساد کې ګټه اخیستل کيږي، د تورخم سرحدي پوليس چې کله له موټرو غير قانوني پيسې اخلي؛ نو بيا يې په همدغو ماشومانو اخلي.))

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد هم مني چې په تورخم کې لا هم له کلونو راهيسې سلګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي؛ خو وايي دوی ته یې د ځینو موسساتو په مرسته هلته يو څه اسانتياوې برابرې کړې دي.

شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې دوی په ټول ننګرهار کې پر کار بوختو ۸۰۰ کوچنيانو سره مخامخ مرکې کړې او په ډاګه کړې يې ده چې ماشومان په ۱۸ ډوله درنو کارونو بوخت دي.

هغه وويل، ماشومان په جلال اباد ښار، سره رود ولسوالۍ او تورخم ښارګوټي کې ډېر پر کار بوخت دي چې په تورخم کې يې دوی د عامه پوهاوي تر څنګ هغوی ته د کسب ښودلو، زده کړې زمينې برابرولو او د کاري ساعتونو کمولو کې اقدام کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د يو شمېر موسساتو په مرسته يې په تورخم کې له ۱۴ کلنۍ پورته ۱۵۰ ماشومانو ته د موټر ترمیمولو په برخه کې حرفوي زده کړې ورکړې او اوس همالته په کار بوخت دي.

شېرزاد وايي، موسسات یې دې ته هم هڅولي چې هلته يې يادو ماشومانو ته د زده کړې CBS کورسونه جوړ کړي او سږ کال په شپږم ټولګي کې شامل شول.

هغه وړاندې وويل: ((زموږ لويه ستونزه دا ده چې موږ ورته ځانګړې بوديجه نه لرو، د موسساتو په مرسته ورته يو څه هلې ځلې کوو؛ خو داسې ډېر څه نه شو کولی.))

په همدې حال کې د افغانستان د خواري کښو او مزدورانو سراسري اتحاديه وايي، په افغانستان کې شاوخوا دوه ميليونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې د وخت په تېرېدو سره هم دا وضعیت نه دی بدل شوی.

د دې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل پژواک اژانس ته وویل، تر څو چې قوانین په سم ډول پلي نه شي د ماشومانو د درنو کارونو په اړه به اندېښنې پر خپل ځای پاتې وې.

عادل زیاته کړه: ((د نړیوالو سازمانونو خصوصاً د کار له نړيوال سازمان سره زموږ د موجوده دولت ځيني کنوانسیونونه الحاق شوي چې په کې د ماشومانو د عمر ځانګړې یادونه شوې چې کوم کار کوم وخت کولای شي، خو په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې اړه ټول قوانین او تصویب شوي کنوانسیونونه یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي.))

هغه د ملي يووالي پر حکومت او د کار پر نړيوال سازمان غږ وکړ چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

حقوق پوهان په دې اند دي چې پر ماشومانو کار هم د اساسي قانون او هم د هغوی جسامت او عمر ته په کتو غير قانوني کړنه ده او انساني قاچاق ګڼل کېږي.

د حقوقي چارو کارپوه او په ننګرهار کې د يو خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد حکيم الدين منځنی وايي چې د افغانستان د اساسي قانون په ۴۸ او ۴۹مو مادو کې هر ډول جبري کار او په ځانګړي توګه پر ماشومانو د جبري کار منع راغلې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((ښايي پر ماشوم کار جبري هم ونه اوسي؛ خو دا چې هغه ماشوم دی، د تعليم حق يې تلف کېږي، د لوبو او روغتيا حقونه يې تلف کېږي، پر رواني ناروغيو اخته کېږي،؛ نو دا کار په قانون کې جواز نه لري.))

دا چې په دغه راپور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د تورخم سرحدي پوليس پر ماشومانو د غير قانوني پيسو راټولو تورن کړي، پژواک هڅه وکړه چې د يادو پوليسو نظر هم ولري؛ خو په دې چاره بريالي نه شوو.

ديني عالمان په دې نظر دي چې اسلام د عدل دين دی او دا له عدل خلاف کړنه ده، چې يو ماشوم باندې دې درانه کارونه ترسره شي.

ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي پژواک اژانس ته وويل، اسلام ماشومانو باندې عبادت هم نه دی فرض کړی او لامل يې دا دی چې د هغوی بدن يې د ترسره کولو توان نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((محمد صلی الله عليه وسلم به په غزاګانو کې ماشومانو ته د ګډون اجازه نه ورکوله، هغوی يې روژو نيول ته نه پرېښودل او نورو عباداتو کې يې هم پرې تاکيد نه کاوه، ځکه د ماشومانو وجود دا وړتيا نه لري.

د يادولو ده، اوسمهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو او تورخم ښارګوټي کې ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي او له زده کړو بې برخې ژوند تېروي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement