فراه (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): د فراه امنيه قومانداني وايي چې ناپېژاندو وسله والو د بغلان د والي درې ساتونکي د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر ډزو وژلي او يو بل سرتېری د فراه په مرکز کې وژل شوى دى.
د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد درې سرتېري د خپلو کورنيو د ليدنې په موخه د بالابلوک ولسوالۍ کنسک کلي ته تللي وو.
هغه زياته کړه چې ناپېژاندو وسله والو تېره ورځ یاد درې کسان په کنسک کلي کې له مسافر وړونکي موټر ښکته کړي او پر دزو يې وژلي دي.
د بغلان والي عبدالحى نعمتي هم د يادو درېيو کسانو د وژنې پخلى کړى.
د فراه امنيې قوماندانۍ د وياند په خبره، پرون مازديګر د ملي امنيت يو سرتېرى هم د مرکز په سور سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوى دى.
تر اوسه پورې د دواړدو يادو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن