ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجانۍ ښځو د لاسي صنايعو کاروبار  له رکود سره مخ دى

د جوزجانۍ ښځو د لاسي صنايعو کاروبار له رکود سره مخ دى

author avatar
5 Jun 2017 - 17:32
د جوزجانۍ ښځو د لاسي صنايعو کاروبار  له رکود سره مخ دى
author avatar
5 Jun 2017 - 17:32

شبرغان (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): لسګونه جوزجانۍ مېرمنې چې د ياد ولايت په مرکز شبرغانو ښار کې په ګرځنده ډول د لاسي صنايعو د محصولاتو د پلور له لارې خپل ورځني لګښتونه برابروي وايي چې کار يې له  رکود  سره مخ دى.

 د شبرغانو ښار اوسېدونکې ٥٢ کلنه رخشانه، چې هره ورځ د لاسي صنايعو محصولاتو د پلور له لارې د ژوند لګښتونه پوره کوي، پژواک ته وويل چې د کار تنګ لاسۍ او ناچارۍ له امله په ښار کې په ګرځند ډول لاسي صنايع پلوري.

 ياده مېرمن چې درې لوڼې او يو زوى لري، وايي چې خپلو بچيانو ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه د ورځې له خوا په واټونو کې په ګرځند ډول لاسي صنايع پلوري.

 هغې زياته کړه: "ډېرى وخت جامې، څادر، دستمالونه، د بړستنې او توشکو پوښونه چې ډېرى يې ما جوړ کړي، پر خلکو پلورم، هره ورځ له درې سوه تر څلور سوه پورې عايد ترلاسه کوم، دا چې د روزګار لپاره مناسب ځاى نشته، زه او يو شمېر نورې ښځې اړې دي، چې د واټونو پر څنډو چامې وپلورو."

نوموړې چې له خپل کار خوښه نه ده، وايي چې درې کاله وړاندې د "سوداګرو ښځو ټولنې" د نوموړې د جامو د پلور لپاره مارکېټ چمتو کړ، خو دغه مارکېټ د پېرېدونکو د جذب په برخه کې بريالى نه شو.

 يوه بل مېرمن سهيلا چې چادري يې په سر ده او د لمر سوځونکو وړانګو ته خپل لاسي توکي پلوري، وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د خپل ژوند د لګښتونو پورته کولو لپاره د شبرغانو په واټ کې کار کوي.

 نوموړي زياته کړه: "په اوړي کې مو کار يو څه ښه وي، خو په ژمي کې د باران او باد له امله له ستونزو سره مخ يو، که څه هم په واټونو کې کېناستل يو سخت کار دى، خو موږ ورسره روږدې شوې يو."

 نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که د لاسي صنايعو لپاره ورته چارواکي مارکېټ پيدا کړي، دوى په کې کار کولو ته چمتو دي؟ وويل: "موږ پخوا په مارکېټ کې کار کاوه، هلته مو سراسر زيان وکړ او شپږ مياشتې راباندې د دوکانونو کراياوې هم تاوان شوې."

 هغې دغه راز وويل: "موږ يوه ٧٠ کسيزه ډله جوړه کړې وه، خو هيچا هم له موږ ملاتړ ونه کړ او دغه ډله له څو ورځو تېرېدو وروسته بيرته له منځه ولاړه او له هغه وروسته واټونو ته راووتو او خپل کار ته مو دوام ورکړ."

 جميله محمدي چې له دې وړاندې په شبرغانو ښار کې د سوداګرو ښځو ټولنې مسووله وه، وايي چې په دغه ولايت کې د سوداګرو ښځو کار له سقوط سره مخ دى.

نوموړي د سوداګرو ښځو د بازار د سقوط لاملونه، د دولتي ادارو او له يادې لړۍ سره د همکارو بنسټو نه ملاتړ او د يادو ښځو پر کارونو د محدوديتونو وضع کول وبلل او زياته يې کړه، ډېر شمېر بنسټونو ژمنه کړې وه، څو يادو ښځو سره به مرسته کوي، خو په خپلو ژمنو يې عمل ونه کړ.

 مېرمن محمدي وويل، يادو مېرمنو درې کاله وړاندې په يوه مارکېټ په منظم ډول کار کاوه، چې دغه کار و رته د سوداګرو ښځو د ټولنې له لوري په پام کې نيول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.