کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): روشن مخابراتي کمپنۍ اعلان کړ چې د کابل د تېرې اونۍ په چاودنه کې يې ٣١ کارکوونکي وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
د تېرې چهارشنبې ورځ (د غبرګولي ١٠مه) د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند له زنبق څلورلاري سره د يوه ټانکر لرونکي موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وشو.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ٩٠ کسان وژل شوي او تر ٤٦٠ زيات ټپيان شوي چې په وژل شوو او ټپيانو کې يو شمېر بهرنيان، ډيپلوماتان، د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي، پوليس او عام خلک شامل دي.
ياده چاودنه د روشن مخابراتي شرکت ودانۍ تر څنګ وشوه چې له امله يې دې کمپنۍ ته هم درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د روشن مخابراتي کمپنۍ له خوا د غبرګولي په ١٥مه په يوه شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياده چاودنه کې يې ٣١ کارکوونکي (١٢ د روشن او ١٩ د نورو شريکو کمپنيو اړوند کسان) وژل شوي او ٥٠ تنه ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((د روشن شرکت د دې حادثې د شهیدانو کورنیو ته تسليت وړاندې کوي. موږ به د دې پېښې د قربانيانو ياد ساتلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوو. د روشن رهبري پلاوى همدارنګه هغو نورو شاوخوا شرکتونه ته چې د دې پېښې له امله زيانمن شوي، همدردي لري.))
يادې کمپنۍ ويلي چې د ټپيانو له ډلې يې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى او اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوسمهال دوى ته د روشن شرکت د کارکوونکو او د هغوی د کورنيو خونديتوب او هر ډول ملاتړ کول تر بل هر څه ډېر ارزښت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن