هرات (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ښار له تاريخي جامع جومات سره په نږدې واټ کې د چاودنې له امله ٩ کسان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.
د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه له غرمې وروسته شا وخوا درې بجې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، چې دغه چاودنه په يوې رېکشا کې د ځاى پر ځاى شوي بم له امله رامنځته شوې ده.
د فرهاد په وينا، د يادې چاودنې له امله ٩ کسان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي، چې له دې جملې يې د دوه کسانو وضعيت د اندېښنې وړ دى.
خو يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې دغه چاودنه د يوه ځانمرګي بريدګر له لوري ترسره شوې ده.
په دې اړه نور جزئيات به د تازه اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته وړاندې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن