ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: طالبان بايد د سولې له وروستي فرصته ګټه واخلي

غني: طالبان بايد د سولې له وروستي فرصته ګټه واخلي

author avatar
6 Jun 2017 - 16:37
غني: طالبان بايد د سولې له وروستي فرصته ګټه واخلي
author avatar
6 Jun 2017 - 16:37

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د "کابل پروسې" ناسته کې وويل، چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دى او حکومت په کابل او بل هر هېواد کې د طالبانو د دفتر له پرانېستل کېدو سره په دې شرط چې طالبان سولې ته ژمن واوسي؛ هوکړه لري.

محمد اشرف غني، چې د يادې غونډې په پيل کې يې وينا وکړه او د نننۍ ناستې په موخه يې د ترور، وحشت او د غيرعادلانه سولې پر وړاندې يووالى او درېدل عنوان کړل او ويې ويل،د نړۍ په دغه پېچلي کلي کې د سولې لپاره د يوې ستراتېژۍ موندل اسان کار نه دى.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان جګړه څو اړخونه لري، خو که چېرې د ترهګرۍ د ټولو ستونزو د حل لپاره يو مشخص چوکاټ رامنځته نه شي، د کوچنيو برخو په ګوته کول به کومه ګټه ونه لري.

 غني وويل: "نړۍ بايد د ګواښ په وړاندې له موږ سره مرسته وکړي، موږ نن ټول سره راټول شوي يو، چې نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پديده، له هغو د هېوادونو ملاتړ او له ترهګرۍ سره له سرحدونو هاخوا ملاتړ به هېڅکله هم ونه زغمي. نن موږ له نړيوالو غواړو، څو په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او تاوتريخوالى نور بايد له منځه يوړل شي او ترور ته د پاى ټکى کېښودل شي."

ولسمشر د دې خبرې په څرګندولو سره چې هر څه د مېز په سر دي او د ملي يووالي حکومت غواړي چې د سولې خبرو اترو په برخه کې کار پيل شي، وويل: "د سولې خبرو اترو لپاره يو موقعيت که په هر ځاى کې وي، چې دواړو لوري پرې هوکړه وکړي؛ هغه که په کابل کې وي او يا کوم بل ځاى کې، که چېرې هوکړه وشي، نو د سولې د پراختيا لپاره يوه داسې لاره پيدا کوو چې دواړه لوري يې ومني."

غني زياته کړه، افغان حکومت د دې لپاره د سولې وړانديز کوي چې دا يو داسې فرصت نه دى چې هر وخت دې موجود وي؛ يا که طالبان هره غوښتنه وکړي، ودې منل شي.

ولسمشر له وسله والو طالبانو وغوښتل چې جګړه يوه لوري ته کړي، اساسي قانون ومني، ښځو ته د ښوونې او روزنې حق ورکړي او له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.

هغه وويل، حکومت د طالبانو وسله والې ډلې ته اجازه ورکوي چې د خبرو اترو لپاره خپل دفتر پرانېزي، څو د يوه مسوول په توګه ورسره ليدنه وکړي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې شته فرصت له منځه ځي او بالاخره افغانستان به بيا طالبان رد کړي؛ وويل چې دا به د طالبانو لپاره وروستى فرصت وي، له هغه پرته به له منځه يوړل شي.

هغه وويل، يوازې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ سره نه دى مخ، بلکې ترهګري د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دى او يوازې افغانستان په دغه اور کې نه سوځوي، درې اونۍ وړاندې د بريټانيا په مانچېسټر ښار کې په يوه چاودنه کې ٢٢ کسان ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شول او دا څرګندوي چې ترهګر پر هيچا هم رحم نه کوي.

غني دغه راز وويل، چې د ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو ترمنځ له ٧٥ زره ډېر افغانان ټپيان او وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "زموږ خلک د خپلو ماشومانو لپاره د ښه ژوند غوښتونکي دي، خو د تاوتريخوالي په زياتېدو سره زموږ اقتصاد وده نه شي کولى او خلک مو بې روزګاره او ناهيلي پاتې کېږي او زموږ د هېواد غېږ له غم ليدلو او کونډو مېندو ډکه ده، نو له دې امله داسې کومه پوښتنه شتون نه لري چې ګني موږ سوله نه غواړو او افغانستان د تاوتريخوالي لپاره د پاى ټکي کېښودو ته سخت لېواله دى."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.