کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې چې درې کاله مخکې پیل شوې، ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.
دغه روغتون د کندهار ښار په عینو مېنه کې د عامې روغتیا وزارت له خوا جوړېږي.
د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب چې د دغه روغتون د جوړولو له چارو یې لیدنه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې په ډېره معیاری توګه روانې دي چې له جوړېدو سره به يې د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې ډېرې شي.
هغه زیاته کړه، دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.
د ده په خبره، د روغتون پر جوړېدو ۵۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي چې په څلور پوړه کې به په څلورو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي شي.
نوموړي وویل، اوسمهال د روغتون جوړولو ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
دى وايي، دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د کندهار تر څنګ به په کې د هلمند، اروزګان، زابل او نږدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.
د ده په خبره، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان زيات دي، نو دغه روغتون په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولاى.
هغه کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړېدل د سوېلي زون د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي او زياتوي، د دغه روغتون له جوړېدو سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به هم ښه والى راشي.
خو د ولایت مرستیال د عامې روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې د دغه روغتون د تشکیل او تجهیزاتو لپاره سر له اوسه لاس په کار شي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر عظیم زمریال وايي، هڅه کوي د روغتون د تشکیل، وسایلو او تجهیزاتو چارې له اړوند وزارت سره تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه، په دې وروستيو کې د کندهار نفوس له دوه ميليونه تنو اوړي چې د دې روغتون له جوړېدو سره به روغتیايي اسانتیاوې ډېرې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن