کابل (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٦) : افغانستان د فوټبال په يوه دوستانه لوبه کې د مالديب هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د غبرګولي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا دوستانه لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د لوبې په پيل کې دواړو لوبډلو د افغانستان وروستيو پېښو د قربانيانو په ياد يوه دقيقه سکوت وکړ.
د کاظمي په وينا، په دې لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او مالديپ ته يې دوه پر يو ګول ماتې ورکړه.
دى وايي، د افغانستان له لوري حسن امين او اميد پوپلزي ګولونه ووهل.
نوموړي وويل چې دا لوبه د اسيايي جام د غوراوي سياليو په لړکې له کمبوديا سره د افغانستان د راتلونکې اونۍ د لوبې لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن