ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا او پکتيکا قومي مشرانو د حکومت او  کابل پروسې غونډې ملاتړ  وکړ

د پکتيا او پکتيکا قومي مشرانو د حکومت او کابل پروسې غونډې ملاتړ وکړ

author avatar
8 Jun 2017 - 15:39
د پکتيا او پکتيکا قومي مشرانو د حکومت او  کابل پروسې غونډې ملاتړ  وکړ
author avatar
8 Jun 2017 - 15:39

ګردېز- ښرنه (پژواک،١٨غبرګولى٩٦): د پکتيا او پکتيکا قومي مشرانو، ديني عالمانو او دولتي چارواکو د حکومت او د کابل پروسې د غونډې ملاتړ  وکړ او ويې ويل چې د اوسني نظام د پايښت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د غبرګولي په  ١٨مه د پکـتيا ولايتي شورا، ګـڼو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو د نظام په ملاتړ غونډه وکـړه او ويې ويل چې د ساتنې او پايښت لپاره يې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

دوی د ځينو مشخصو کـړيو وروستي تحرکات مغرضانه او د پرديو فرمايش وبلل او ټينګار يې وکړ چې د دې کـړيو د شومو موخو د مخنيوي لپاره دې په لويه پکـتيا غږ  وشي.

دوی د کابل په وروستيو پېښو او بريدونو خواشيني وښوده، د شهيدانو روح ته يې دعا وکړه او ويې ويل چې دې پېښې ټول افغانان سخت دردولي دي.

د پکـتيا د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزي وويل چې نظام د ټولو افغانانو دی او يوه مشخصه کړۍ او څو کسان يې د تخريب بې ځايه هڅې کوي.

بهرامزی وايي، پکـتياوالو د اوسني نظام لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی قرباني او شته لاسته راوړنې له ګـواښ سره مخ کـړي.

ده وويل:((ولسمشره په پکـتياوالو غږ وکړه چې د تل په څېر خپل تاريخي رسالت تر سره کـړي، پکـتياوال ځوانان به بې معاشه د هر لنډه غر پر وړاندې د خپل نظام په ملاتړ ودريږي او ساتنه به يې وکړي.))

د پکـتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان مسوليت وباله او ويې ويل چې د دولت خلاف لاريون کوونکي او د دوی مشران د هېڅ قوم استازيتوب نه شي کـولی.

حقبيان وايي:((دا نظام د ټولو پکتياوالو او د ټولو افغانانو دی، هېڅوک حق نه لري چې د ګډوډولو هڅې يې وکړي.))

قومي مشر خاواني جهاني له ولسمشر غني نه وغوښتل چې له خپلو قانوني صلاحيتونو څخه د حالت د کنټرول او عادي کـېدو لپاره کار واخلي.

جهاني د کابل چادونې او روان مغرض حرکتونه سره تړلي او له يوه ادرسه وبلل او ويې ويل چې د هر ډول عواقبو مسووليت به د لاريونوالو پر غاړه وي.

دی وايي:((افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی، ټول به يې ښه والي ته کار کوو، څوک يې چې تخريب او بدۍ ته کار کوي، پوه شئ چې پردي او پرديپال دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.