ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګرام ولسوالۍ کې څلور کسان وژل شوي

په بګرام ولسوالۍ کې څلور کسان وژل شوي

author avatar
8 Jun 2017 - 14:36
په بګرام ولسوالۍ کې څلور کسان وژل شوي
author avatar
8 Jun 2017 - 14:36

چاريکار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): د پروان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو تر منځ د نښتې له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالصمد زلمى وايي چې دغه نښته پرون ناوخته د دغه ولايت د بګرام هوايي ډګر مخې ته د دوو نا مسووله ډلو تر منځ رامنځته شوه.

زلمي زياته کړه: "په نښته کې دوه کسان له يوې ښکېلې ډلې او يو بل کس له بلې ډلې او دغه راز يو بې پلوه کس هم وژل شوى او يو بل کس په کې ټپي شوى دى."

د پروان د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير دغه راز وويل، تر اوسه د يادې پېښې لامل او انګېزه نه دي معلوم چې په دې اړه پوليسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.

د پروان د دغه امنيتي چارواکي په وينا، په دې تړاو يو کس د پوليسو له لوري نيول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.