د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امريکايي ځواکونو هوايي بريد کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريکايي ځواکونو هوايي بريد کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jun 10, 2017 - 13:58

لښکرګاه(پژواک، ٢٠غبرګولى۹۶) : په هلمند ولايت کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريد کې يو شمېر سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې دامريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هلمند ولايت کې ددوى د عملياتو پر مهال افغان سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امريکايي ځواکونو پر دې بدمرغې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.

سرچينې ويلي، د پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلتنې پيل کړې دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو له امريکايي ځواکونو سره د نادعلي د دوه لاري او لوی باغ  په  سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال له تېروتنې سره امريکايي ځواکونو پر افغان سرحدي پوليسو بمبار کړى چې له امله يې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ځواک په وينا، په دې عملياتو کې ګڼ شمېر وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورسره نه وه.

د هلمند امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام  افغان وايي،تېره شپه د نادعلي په ګډون  په ګرشک او ګرمسېر ولسواليو کې هم  ځمکني او هوايي بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۷  تنه  ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، پر سرحدي پوليسو امريکايي ځواکونو هغه مهال بمبار وکړ چې دوى ملکي جامې پر تن کړې وې او يونيفورم يې نه وو اغوستى.

د طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، پوليس په شخصي جامو کې په کمين کې ناست وو، چې دامريکايي ځواکونو لخوا پرې بريد وشو او تر لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم امريکايي ځواکونو پر افغان ځواکونو هوايي بريدونه کړي او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan