ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو د روژه ماتي پر مهال پر جومات بريد وغانده

د پکتيا اوسېدونکو د روژه ماتي پر مهال پر جومات بريد وغانده

author avatar
10 Jun 2017 - 15:53
د پکتيا اوسېدونکو د روژه ماتي پر مهال پر جومات بريد وغانده
author avatar
10 Jun 2017 - 15:53

ګردېز (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د پکتيا ولايت اوسېدونکو د روژه ماتي پر مهال په جومات کې پر روژه نيوونکو بريد په کلکو ټکو وغانده.

تېره شپه وسله والو د مرکز ګردېز اړوند په زاهو سيمه کې د يوه جومات پر لمونځ کوونکو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول او ٩ نور ټپيان شول.

د ياد جومات ملا امام مولوي محمد نعيم رحمتي دا بريد له اسلامي اساساتو سره په ټکر کې بولي او وايي چې عاملين يې مسلمانان نه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا بريد او ورته نورې وژنې د پرديو خلکو په اشاره تر سره کيږي او لوی هدف يې د اسلام بدنامول او له منځه وړل دي.

دی وايي :((لمونځ مو کاوه چې څو کسان راننوتل او ډزې يې پيل کـړې؛ داسې کار نه اسرائيل کوي او نه هم عيسويان؛ ځکه هغوی هم د خپلو عبادتخانو عزت او درنښت ساتي؛ دا بريد کوونکي د نورو ګوډاګيان دي او له اسلام سره هېڅ اړيکه نه لري.))

د پېښې يو عيني شاهـد عبدالحنان چې د صف د څنګ يو ملګـری يې په بريد کې وژل شوی، پژواک ته وويل، بريد کوونکي درې يا څلور کسان و او په داسې حال کې يې ډزې پيل کـړې چې ټول تر روژه ماتي وروسته د ماښام پر لمانځه ولاړ و.

دی وايي:((موږ پر لمانځه ولاړ وو چې د جومات له وره غږ وشو چې ونه ښورئ او دې سره يې ډزې پيل کـړې، زما څنګ کې څارنوال صيب هم ولګېداو شهيد شو او شپـږ کسان نور هم ولګېدل.))

د يادو کسانو جنازې ته راغلي سلګـونه خلک هم سخت قهرېدلي و او دا عمل يې له انسانيت او اسلاميت څخه سرغړونه او وحشت وباله.

دوی امنيتي او استخباراتي ارګانونه هم پړه وبلل چې د خلکو د امنيت په خونديتوب کې پاتې راغلي او له مسوولينو غواړي چې له وسله والو سره سخت چلند وکړي.

قومي مشر حبيب الله مستعان وايي:((دا چې دوی قتل و قتال کوي، بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان وژني، په جومات کې په لمانځه ولاړ مسلمان وژني، ماينونه ږدي او تخريب کـوي، دا په کوم دين او کوم کتاب کې دي؟))‎

په ياده پېښه کې له وژل شويو کسانو څخه يو ځوان څارنوال عبدالله شاه وطنپال نومېده، چې څه موده وړاندې په هند کې د زده کړو له بشپـړولو وروسته هېواد ته راستون شو او خلک يې له دندې ډېر خوښ و.

په پېښه کې د ټپي شوي يوه کس حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.