ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاروالي: د ولسي جرګې ديوه وکيل شرکت مو ميليونونه افغانۍ پور نه راکوي

ښاروالي: د ولسي جرګې ديوه وکيل شرکت مو ميليونونه افغانۍ پور نه راکوي

author avatar
11 Jun 2017 - 16:11
ښاروالي: د ولسي جرګې ديوه وکيل شرکت مو ميليونونه افغانۍ پور نه راکوي
author avatar
11 Jun 2017 - 16:11

کابل(پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): کابل ښاروالي وايي، توانېدلې چې د تبليغاتي بېلبوردونو د مالياتو له اړخه څه باندې ٨٠ ميليونه افغانۍ چې نږدې نيمايي يې د ولسي جرګې د يوه وکيل په شرکت پورې اړه لري، ټول کړي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشرې راحلې کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ادارې په تېرو پنځو کلونو کې(له ١٣٩١ تر ١٣٩٥پور) د تبليغاتي بېلبورډونو له اړخه په ترتيب سره ٧٠، ١٠٠، ١١٠، ١٣٠او ١٤٤ ميليونه افغانۍ چې ټولټال ٥٥٤ ميليونه افغانۍ کېږي، عايد درلود.

 هغې څرګنده کړه چې ښاروالۍ توانېدلې چې ٤٧٤ميليونه افغانۍ راټولې کړي او شاوخوا ٨٠ميليونه يې چې له دې بابته د ښاروالۍ د ټولو عوايدو ١٤.٥سلنه جوړوي، تر لاسه کړي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشر زياته کړه چې د ١٣٩٥کال له اړخه يې ٤٧٤ميليونه افغانۍ عوايد لرل چې ١٠٦ميليونه يې تر لاسه کړې، خو ٣٨ ميليونه نورې يې چې په لسو شرکتونو پورې اړه لري، نه دي راټولې شوې.

 هغه وويل، له دې تبليغاتي قرار دادي شرکتونو يوازې څلورو ژمنه کړې چې خپل پورونه به د روان کال تر پايله په قسطونو کې د ښاروالۍ حساب ته وسپاري او پاتې ٦ نور شرکتونه د لوړو پوړو او زور واکو اشخاصو دي چې د پور ورکړې ته نه دي حاضر شوي.

د کابل ښاروالۍ د يادو زور واکو د نومونو له اخيستلو ډډه وکړه.

د هندوکش تبليغاتي شرکت مشر غلام رسول قرلق پژواک ته وويل:((د هېواد اقتصادي رکود ددې لامل شو چې له ښاروالۍ نه  شاوخوا اته ميليونه او ٦٠٠ زره افغانۍ پوروړي شو، خو توانېدلي يو چې څلور ميليونه او ٤٠٠ زره ورکړو، پاتې به هم په راتلونکو کلونو کې وسپارو.))

 هغه زياته کړه:(( په څو وروستيو مياشتو کې زموږ پنځه بېلبورډونه ويجاړ شوي، خو ښاروالي وايي چې له قانون سره سم که چېرته بېلبورډونه لګول شوي وي يا نه، ماليات يې اخلي او دا موضوع د شرکتونو په زيان ده.))

قرلق په ورته وخت کې وويل چې د ښاروالۍ مقرره کې د کابل او نورو لرې پرتو سيمو د تبليغاتي بېلبورډونو د محصول ورکړې ميزان عادلانه نه دى او بايد ددغې مقررې په يو شمېر مادو له سره کتنه وشي.

خو د ښاروالۍ د فرهنګي خدمتونو د چارو مشر د تبليغاتي شرکتونو ددې اندېښنې په اړه وويل چې د ښاري خدمتونو د محصول قانون خپلې ستونزې او نيمګړتياوې لري او بايد تعديل په کې راشي.

د ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشرې له نورو شرکتونو سره ددغې ادارې د پورونو په اړه وويل چې د (مشعل) په نامه يو بل شرکت چې د ولسي جرګې په غړي الماس زاهد پورې اړه لري، حاضر نه دى چې څه باندې ٤٢ميليونه پور ورکړي، دغه پور په ١٣٩١-١٣٩٥ کلونو پورې اړه لري.

راحلې زياته کړه:((ددغه شرکت اصلي پور ٣٩ ميليونه افغانۍ دى، خو په ورکړه کې د ځنډ له امله پرې کلنۍ جريمه هم زياته شوې ده، موږ له اړوندو ارګانونو په ځانګړي ډول څارنوالۍ نه غواړو چې له موږ سره ددغه پور په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.